له پاکستان څخه پکتيکا ته ورغلي کډوال عاجلې مرستې ته اړتيا لري

پکتيکا : د پكتيكا ولايت چارواكي وايي د پاكستان له وزيرستان سيمې څخه د جګړو له وېرې كابو يونيم سل كورنۍ دغه ولايت ته اوښتې او په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي، چې بيړنۍ مرستې ته سخته اړتيا لري.
په وروستيو کې د پاکستان پوځ له خوا په جنوبي وزيرستان کې د بيت الله مسود د مرکزونو پر ضد عمليات پيل کړي او له بلې خوا په پاړه چنار کې د قومي نښتو اور هم بل شوی دی.
له پکتيکا ولايت څخه سورغر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې د پكتيكاوالي وياند حميدالله ځواك له خولې ويل شوي چې دغه ولايت ته ورغلې كورنۍ په ګوملې، برمل او ارګون سرحدي ولسواليو كې په ډېرو سختوحالاتوكې ژوند كوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې دوى د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو له ادارې څخه د بيړنۍ مرستې غوښتنه كړې، خو تر اوسه مرستې نه دي ورلېږل شوې.
د پكتيكا والي وياند ويلي، دوى په ولايت كې دومره امكانات نه لري چې دغه ولايت ته پر ورغليو کډوالو يې ووېشي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، دوی تر خپله وسه له کډوالو سره مرسته کړې، خو د کډوالو شمېر او د دوی تنګ لاسۍ ته په پام سره دا مرستې خورا لږې او ناکافي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د لويې کميشنرۍ دفتر او دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې ورسره د مرستې څه عملي ګام اخيستی دی.
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: