دميدان وردګ ولايت دبهسودو په مرکز کې ديو روغتون دبنسټ ډبره کيښودل شوه

 دچنګاښ ۱۶ مه

دميدان وردګ ولايت د بهسودو په مرکز ولسوالۍ کې دبيات بنياد دخيريه ټولنې لخوا دمور او ماشوم دملاتړ په نامه د يو پنځوس بستريز روغتون ډبره دچارو دادارې لوی رييس ډاکترصادق مدبر،ددی ولايت والي محمد حلیم فدایي ، دبيات بنياد مشر احسان الله بيات ،په ملي شورا کې ددی ولايت استازو او قومي مشرانو لخوا ديوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.

ددغه مراسمو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ددی  ولايت والي ښاغلي فدایي دبيات بنياد خيريه کارونو وستایل او زياته یې کړه دبيات بنياد کارونه ديوې سیمې پورې خاص نه  بلکې  ټول افغانستان او  هرقوم ته غزيدلې دي زه د ميدان وردګ ولايت دغریب او بې چاره ولس په استازيتوب ترې د زړه له کومې مننه کوم ،ښاغلي والي په ميدان وردګ ولايت کې دبيارغاونې دبهير دکړنديتوب په اړه رڼا واچوله او زياته یې کړه چې دترکیې ولايتي ډلې  او ایساف قواووپه مرسته به سږکال ۴۵ میليونه ډالرپه دې ولايت کې دبيارغاونې په چارو ولګیږي او دا پیسې دهغې۱۵ میليونو څخه زياتې دي چې د تيرو دريو کلونولخوا دترکیې ولايتي ډلې لخوا په مصرف رسيدلې دي، ورپسې دچارو دادارې لوی ریس ډاکترمدبر له ولسونونه په کلکه غوښتنه وکړه چې دهېواد په ابادولوکې له دولت سره اوږه په اوږه مرستې وکړ، همدارنګه غونډې ته دبيات بنياد مشر احسان الله بيات دخلکو دوړانديز سرسم د افغان بیسم دمخابراتي خدمتونو دپیلولوخبرورکړو او ددې ۵۰ بستريز روغتون ترڅنګ یې د۲۰۰ اړو کورنيوسره د ۱۰۰ بوجيووړو او ۱۰۰ قطعيوغوړيو دورکړې په اړه هم ژمنه وکړه، دبهسودینو په استازيتوب قومي مشربازیل د بيات بنياد او ولايت دمقام دهلو ځلوڅخه مننه وکړه  او دلازياتو مرستو هیله یې وکړه، وروسته د ۵۰ بستريز روغتون ډبره دپټۍ په پریکولوسره کيښودل شوه او هم دسیمې خلکولخوا برابرې شوې تحفي په راغلومیلمنو وویشلې او هم دبيات بنياد لخوا دښوونځيوپه زده کوونکوبکسې او تحفې ووېشلې.

دياونې وړ ده چې دغه ۵۰ بستريز روغتون په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د جراحۍ،داخلې،بستر،معلوماتو،درملتون خونوپه درلودلواود عصري او مجهزو تشنابونو،کاناليزاسيون او برېښنا غزول هم په پام کې نيول شوې دي چې دنهو(۹) مياشتوپه جريان کې به  په پنځلس(۱۵) جریبه ځمکه کې جوړ او دبهسودینو ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه خلک به ترې ګټه واخلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: