د لوګر د ولايتي شورا يو کانديد طالبانو ټپي کړ

د لوګر ولايتي شورا ته يو خپلواک کانديد ميرويس صديقي پرون ماښام، وسلوالو طالبانو په خپل کلي کې وويشته او ټپي يې کړ.

د ده ورور شاه محمود رسنيو  ته وويل چې ميرويس د ماښام له جمعې  وروسته له جوماته  کور ته راروان و، چې ډزې پرې وشوې .

د محمداغې ولسوال حاجى عبدالحميد هم وويل چې ميرويس شخصي دښمني نه لري.

د هغه په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، خو تراوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي .

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو  ته وويل چې ميرويس يې ځکه ويشتلى، چې هغه کانديد و، له ملي پيوستون سره يې کار کاوه او بهرنيو ځواکونو ته يې جاسوسي کوله  خو پر نوموړي دا تور ثابت شوى نه دى.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: