خوست کې درنې چاودنې شوې، ډزې روانې دي

د افغانستان له جنوب ختيځ خوست ولايت څخه رپوټونه وايي چې په خوست ښار کې درې ” درنې چاودنې” شوې دي .

لا تر اوسه معلومه نه ده، چې ايا دا ”ځانمرګي بريدونه” دي او که چاودنې .

رپوټونه وايي چې خلک سخت وېرېدلي او له ښاره پښې سپکوي .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده .

دغې ډلې ادعا کړې ده چې جنګياليو يې د خوست پر امنيه قوماندانۍ، حکومتي مېلمستون، محاکمو او پخواني پوځي روغتون، چې اوس ترېنه د ولسوالۍ د ودانۍ کار اخيستل کېږي بريدونه کړي دي .

په دغه بريد کې له موټر بم نه هم ګټه اخيستل شوې ده .

عيني شاهدانو ويلي چې د سپکو ا ودرنو چاودنو غږونه يې اورېدلي او خلک له ښاره په تېښته دي درز او دروز روان دی .

بي بي سي پښتو وېبپاڼه هڅه کوي چې د خوست له ځايي چارواکو سره اړيکه ټينګه کړي، خو تر دې دمه له چارواکو سره په اړيکه نيولو نه ده بريالۍ شوې .

د روانې جولای پر ٢١ مه د خوست د څنګلوري ولايت پکتيا په ګردېز ښار کې تنكۍغرمه د وسله والو طالبانو يوې ډلې په ګردېز ښار پر يو شمېر حكومتي ودانيو مخامخ وسله وال او د واسكټونو په واسطه ځانمرګي بريدونه وكړل .

د چارواکو په وينا، په بريدونو کې شپږ ځانمرګي بريد کوونکي او پنځه امنيتي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول .

د بريدونو هدف په ګردېز ښار كې د څارګرې ادارې ( استخبارات )، د پوليسو ماموريت او د ولايت مقام ودانۍ وې .

ورته بريد هماغه ورځ جلال اباد ښار ته څېرمه د هوايي ډګر په سيمه كې د افغان ملي پوځ په سرتېرو شوى و چې له امله يې يو تن وژل شوى و .

د روان ميلادي كال د جون مياشتې په ١٢ مه هم په خوست ښار كې هم ورته بريدونه شوي وو او ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې وه .

نور جزييات به وروسته پرليکه شي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: