طالبانو دمجاهدینو دلایحې په نوم کتاب نشر کړ

الجزیره ټلویزوني شبکې دجولای دمیاشتې په ۲۷ نیټه دطالبانوله خوا ((د مجاهدینودلایحې)) په نوم د یوه کتاب ګوټي

د خپرولو خبرورکړ. 

 

دالجزیرې شبکې د خبر له مخې دغه لایحه چې په ۱۳ فصلونواو۶۷ مادومشتمله ده دطالبانو دجنګیالیولپاره دهغوﺉ دمشرملا محمد عمر ټولې هغه لارښوونې او د دستورالعملونه شامل دي چې هغوﺉ له خپل دښمن سره دمقابلې په ډګر کې ورسره مخ دي.

  

دشبکې په وینا دغه لایحه دطالبانودمشرتابه اوټولوافرادولپاره دیوه م‍ذهبي اوتقنیني مرجع حیثیت لري اوپه هغې کې ټول مندرج محتویات دفصلونواومادوپه ترتیب سره په تدویني شکل دیوه هیواد داساسي قانون ترتیب ته ورته والی لري.

 

د دغې لایحې په سریزه کې دهغې دتدوین اوترتیب وجوهاتوته اشاره شوې اوداپکې څرګنده شوې چې هغه داسلامي امارت دمشرتابه اودینی علماوو له خوا داسلامي شریعت دسپیڅلیو احکاموپه رڼاکې ددې لپاره ترتیب شوې چې مسلمان مجاهدیې دټاکل شویواصولو اومقراراتوله مخې خپل اهداف مشخص ، اودهغې په رڼاکې دکفاروپه ضدخپل مقدس اسلامي جهادپرمخ بوزي.

 

دلایحې په سریزه کې دهغې ځینې مصطلاحات هم تشریح شوي چې په هغوکې دامام له کلمې څخه أمیر المؤمنین اوله نایب څخه یې دهغه مرستیال مقصد بلل شوی.

 

دلایحې په لومړي فصل کې دامن ورکولو اونوربیلا بیل امنیتي موضوعات څیړل شوي چې دهغوله جملې نه یوه ماده داسې راغلې: هرمسلمان کولای شي دکابل مزدورې ادارې مسؤلوچارواکو اوعادي کارکوونکوته له دې ادارې سره دکارپریښودلودعوت ورکړي ،هرچا چې دغه دعوت ومانه هغه ته به دولایتي مسؤل اویاولسوال له خوا د ده د سراومال تضمین ورکول کیږي.

 

بل ځای راغلي : که هغه کس ته چې دمجاهدینوله خوا دامن تضمین ورکړل شوی وي ،كوم مجاهد تاوان ورسوي اويايې و وژني نودغه مجاهد به دمجازاتوپه غرض محاکمې ته وړاندې کیږي.

 

دلایحې په دوهم فصل کې داسیرانو اړوند مسایل ذکرشوي اوپه هغه کې راغلي چې که مجاهدین دجګړې په صحنه کې کوم محارب کافر اسیرکړي کولای شی چې هغه قتل کړي ،یایې دخپلوبندیانوپه مقابل کې تبادله اویا یې دمسلمانانودمصلحت په خاطرهمداسې خوشی کړي اویایې هم دفدیې اخیستلوپه عوض کې پریږدي،خو دمجاهدینو ددغوټولواجراآتوواک اوصلاحیت یواځې په امام اودهغه په نایب پوري محصور دي.

اوکوم افغاني پوځیان چې په خپله خوښه له وسلوسره مجاهدینوته تسلیم شي ، هغوﺉ ته به په امن ورکولوبرسیره نورمکافات هم ورکول کیږي .

 

دلایحې دریم فصل دجاسوسانوموضوعاتوته ځانګړی شوی اوپه هغه کې لیکل شوي چې: که په چا داخبره ثابته شي چې هغه د دښمن لپاره جاسوسي کوي نوداسړی مفسد بلل کیږي اودولایت مسؤل داحق لري چې هغه تعزیر اویا تبعید کړي،خودهغه دوژنې پریکړه یواځې په امام اونایب امام پورې اړه لري .

 

دلایحې څلورم فصل بهرنیوځواکونوته دلوجیستیکي توکو برابرونکو قراردادیانو اودانتقالاتي شرکتونواړونده مسایلوته ځانګړی شوی اوهغوی ته سزاوی پکښې مشخصي شوی دي .

 

دلایحې په پنځم فصل کې دغنیمت احکام ، په شپږم کې یې اداري چارې، په اوم کې یې دمجاهدینوداخلي موضوعات، په اتم کې یې دبهرنیومؤسسو طرزالعمل او په لسم کې ملي او ولسي چارې تشریح شوي .

 

په یولسم فصل کې یې ممنوعه اوامر ، په دولسم کې یې مجاهدینوته نصیحتونه اوپه دیارلسم فصل کې یې د دغې لایحې دمقرراتو دپلي کولو په هکله لازمې توصیې اوداچې دهغې په محتویاتوکې بدلون راوستل یواځې دامام له صلاحیتونوڅخه ګڼل کیږي توضحات ورکړل شویدي .

 

ترټولوباصلاحیته مسؤل !

 

په کابل کې دالجزیره شبکې دمشر سامر علاوي په وینا ترټولومهم ټکی چې په دې لایحې کې ترسترګوکیږي هغه دادي چې سیاسي زعامت یې بي له کوم هیڅې منازعې څخه بیاهم یواځې په ملامحمد عمر پوري محصور کړی ،ځکه دغه لایحه دعلماوو اودهغه دمشاورینوچې طالبان یې اهل الحل والعقد بولي له مشورې وروسته دطالبانودمشر له لاسلیک وروسته صادره شوې .

 

دښاغلي سامر په وینا په دغې لایحې کې دطالبانوترمنځ د داخلي نزاعاتو(جنجالونو) دحل او دطالبانو او ولسي خلګوتر منځ دتعامل اوپریکړوپه هکله هم لازم توضیحات ورکړل شوي.

په دې لایحه کې له ولسي خلګو سره ښه تعامل اودهغوﺉ دامنیت خوندیتوب دطالبانوله اولیاتوڅخه بلل شوی .

 

ښاغلي سامر علاوي دطالبانوددغې لایحې په هکله خپل نظر په دې کې رالنډکړی چې طالبان غواړې ددې لایحې په خپرولوسره دکابل حکومت اونړیوالې ټولنې ته داوښیې چې هغوﺉ یوا ځې جنګي ډله نه ، بلکې هغوﺉ دخپل هیواد مدافعین اودخپلې دغې مشروعې دفاع د پرمخ بيولولپاره تد وین شوي منظم لوایح اومقررات لري.

 

دالجزیره تلویزوني شبکې درپوټ په اساس دطالبانو د دغې لایحې په هکله نړیوالومحللینو اودسیاسي پیښوشنونکوهم مثبت غبرګونونه ښکاره کړي .

 

دالاهرام داستراتیژیکو بحٍٍثونو دمرکز غړی اوداسلامي تنظیمونو دچاروسیاسي کارپوه ډاکټر ضیاء رشوان دطالبانودغه لایحه دبهرنیوځواکونوپه مقابل دهغوﺉ دپوځي اواداري چارو دلاسمبالښت اوپیاوړي توب لامل بللې اوله هغې نه یې دا استنباط کړی چې طالبان خپل هدف ته درسیدو لپاره نورهم په خپل پوځي دريځ ټینګارکوي.

 

د ډاکټر رشوان په وینا چې طالبان له همدا اوس نه دخپلو پوځي او امنیتي چارو په منسجمولو ددې لپاره لګیادي ،که چیري بهرني ځواکونه دافغانستان په هکله له خپل مسؤلیت نه په شاکیږي دوﺉ به سمدلاسه دهغې پوځي اوامنیتي خلا دډکولولپاره خپل تیاری مخکي ترمخکي نیولای وي 

 

همداشان په مصرکې دجهادي تنظیمونو دچارو متخصص اوسیاسي محلل استاز منتصر الزیات دطالبانو د لایحې په هکله وایې : دطالبانوله دغې لایحې څخه داسې ښکاري چې هغوي په جهادي فقه کې له بندیانواویرغمل شویو سره دتعامل په هکله له نوروجهادي ډلوڅخه بیل یوځانګړی نظرلري ؛ داسې نظرچې د هغه بنا داسلامي شریعت په سپیڅلیو احکامو استواره ده .

 

دمنتصر الزیات دوینا په اساس طالبا ن غواړي نړیوالې ټولنې ته داڅرګنده کړي چې هغوﺉ یو سوچه افغاني ځواک دی اوکولای شي چې په یوه نوي شکل کې په افغانستان کې دامن راوستلو په غرض په یوه شکل نه په یوه شکل دواک ترلاسه کولولپاره ځان راښکاره کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: