دلندن ټایمزورځپاڼې تردې عنوان لاندې چې بهرنیو چارووزیرمیلیبند دافغانستان په اړه دپالیسۍ په یو بدلون کی له معتدلو طالبانو سره په خبروټینګارکوی ، یوه مقاله خپره کړې ده .

ورځپاڼه لیکی : بهرنیو چارو وزیرددوشنبی په ورځ وړاندیزوکړچې متحدین دې په افغانستان کې خپله ستراتیژي بدله کړي او د طالبانو له ځینو عناصرو سره خبرې دې په دغې ستراتیژۍ کې شاملې کړي .

ټایمز لیکي:
ښاغلی میلیبند ټینګاروکړچې دناټو غړي هیوادونه باید دافغانستان دحکومت ملاتړ وکړي چې دجنګ له بندیدو وروسته دپخلاینې په چارو کې ونډه واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي :
دبرتانیی دنړیوال پرمختګ وزیر ډ وګلاس الکسندر هم ددوشنبې په ورځ په هلمند کې وویل چې برتانیه د طالبانوله معتدلو مشرانو سره دخبرواو مذاکراتو ملاتړ کوي چې جنګ ژر ختم شي.
ده داومنله چې په داسې حال کې چې برتانوي عسکر په جنګ کې مري دسولې په خبرو کې بحث او مناقشی اسانه کارهم نه دی .

ده وویل که چیرې مونږپه افغانستان کې دامنیت ،دملي اردو درغولو او دعدلي نظام ، تعلیم وتربیی او دصحی خدماتودوامداره پرمختګ ونه وینونو مونږ نړیواله ټولنه باید دافغان دولت دملاتړلپاره لازیات کوشش وکړو.

له امریکا نه خپرېدونکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یو مقاله کې په افغانستان کې د متحدینو وظایف په ګوته کړي دي:

ورځپاڼه لیکي وروسته له دې چې افغانستان اته کاله پخوا دامریکا او متحدینو په لاس دطالبانو له واکه ازاد شو دغه هیواد دادی دجمهوري ریاست ددویمې دورې د انتخاباتو لور ته روان دی .

د ورځپانې په وینا په دغو مهمو انتخاباتو کې چې داګست په شلمه ترسره کیږي افغاني او بهرني ځواکونه له نویو فشارونو سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼه لیکي : له طالبانو سره دجنګ جګرو د شدت یوه نښه داده چې په روانې جولای میاشتې کې تراوسه څه دپاسه دیرش امریکایي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.او دامیاشت په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونولپاره دتیرې اته کلنې جګړې په تر څ کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه .

واشنګټن پوست لیکي چې دافغانستان په سولې او ډموکراسۍ کې دامریکا ګټې خوندي دي .
دغه هیواد یومهال دالقاعده شبکی اډه وه .

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې دافغانستان امنیت یوازې درای له صندوقونو او دټوپکو له شپیلیو سره ارتباط نه لري .
دغه راز دامریکا مستقیمی اقتصادي مرستی هم امنیت نه شي راوستلی، خو په راوستلو کی یی کومک کولای شی .
افغانستان او ګاونډی هیواد پاکستان چیرته چی طالبانو پناه اخیستې او اوس یې داسلام اباد دحکومت لورته هم دټوپکو شپیلۍ وراړولي دي ، دغه دواړه هیوادونه تجارت او کومک دواړو ته اړدي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې له نیکه مرغه دامریکا دنماینده ګانو مجلس په دې وروستیو کې دافغانستان او پاکستان دګډو پولو دسیمو دصادراتو دزیاتولو او په دغو سیمو کې دکاردزمینې دپراختیا لپاره یوه لایحه تصویب کړې .

دغه لایحه چې د کریس وان هولین په نامه دنماینده ګانو دمجلس دمشرتابه دیوه غړي له خوا وړاندې شوه دافغانستان او پاکستان دګډو پولو په اوږدو کې درغونې په چارو تمرکزکوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: