ټول خبرونه » راپورونه » نورخبرونه

راپورونه وايي چې د افغانستان له انتخاباتو سره په یووخت د افغانستان اوپاکستان پولې نن تړل شوې دي .
د خیبرایجنسۍ مرستیال اداري رييس ریحان ګل خټک وویل چې د افغانستان اوپاکستان ګډه پوله د سې شنبې له ورځې یومخ بنده شوې اود جمعې ترورځې پورې به بنده وي .
د هغه په وینا د کانتینرو په وسیله په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره د وسلو اونورو وسایلوانتقال هم ځنډول شوی دی .
د افغانستان اوپاکستان د پولې له بندولو څخه د ښاغلي خټک منظور د دواړو هیوادونو ترمنځ رسمي سرحدونه لکه تورخم اوسپین بولدک دی .
افغانستان اوپاکستان دوه نیم زره کلیومتره پوله لري چې په هیڅ ډول نه شي کنټرولېدای .
د خیبرایجنسۍ مسولانو وویل یوازې هغه کسان پرېښودل کېږي چې د پاکستان له سفارت څخه یې خاصه رسمي اجازه اخیستې وي .
هغوی همداراز وویل چې تېره شپه پاکستان ته د تورخم له لارې دوه سوه تنه تللي .دغوکسانو ته د پاکستان سفارت خاص اجازه لیکونه ورکړي ول .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: