دروژې روحې اوجمسې ګټې

دروژې ګټې:

کله نا کله انسان په یواضطرابي حالت کې ژوندکوي ، که دغه اضطراب یې دادخلې مشاعرو له امله وي او که دخارجي سلوک له امله ، که یوانسان دنفاق کندې ته وښویږې نو یوځانګړی او بیلیدونکی ژوند راپیل کړي ، چې دغه په نفس او روح باندې نیغ په نیغه منفي اغیزه شیندې ، اوانسان په اروایې ناروغیواخته کیږي ، چې دغه منفي اغیزه یې مستقیما دبدن په غړو اودهغې په دندوباندې ده ، عصبي ناروغۍ ، اضطراب ، هیجانیت ، په ډیروخت کې په زړه باندې منفي اغیزه کوي ، دوینې له فشارنه رانیولې دزړه ترضربانه پورې ، او دغه نفسي اضطرابات په معده باندې هم تاثیرلري چې په ډیرومواردوکې دمعدې او قولون زخم رامنځ ته کوي .
د طب عالمان وایې چې د انسان دروغتیا لپاره روژه ډیره ګټوره ده ، چې له هغې نه یود روژه تي په نفسي حالت او پربدن یې دګټوپه راڅرخې، ځکه چې روژه د نفسي او عاطفوي اضطراباتو په درملنه کې ډیره ګټوره ثابته شوې ده ، د روژتې اراده پیاوړې کوي ، مشاعریې نرم کوي ، دخیرسره یې ډیره مینه پیداکوي ، دجنګ اوجدل نه یې لرې ساتي ، د ستونزو او مشکلاتوپروړاندې ځواک ورکوي اویوسپیڅلی احساس وربښي ، نو اړینه ده چې دغه شیان به د انسان په صحت مثبته اغیزه ولري.

دروژې له ګټویوه داده چې د ډیرومرضونو په درملنه کې مهمه او اغیزناکه رول لوبوي ، د هاضمي سیستم جوړوي، دمعدی التهابات ، دځیګر ناروغۍ ، سوالهضم ، چاغي ، دشریانونوتصلب ، دونیې لوړفشار او نفس تنګي له منځه وړي .

په دغه برخه کې سویسري مشهورډاکټر”بارسیلیوس “لیکلي دي ” د ولږې ګټه له درمل څخه څوپلاډیره ده خو ډاکټرفیلیب به بیا خپل ناروغان څوورځې له خوړونه منعه کول ، بیا به یې ډیرکم خواړه ورکول په عمومي توګه روژه دولږې پرمهال متداعي انسجې لمنځه وړې چې وروسته دډوډۍ پرمهال یې بیا ترمیموي ، نوهمدغه ده چې ځینوډاکټرانوچې له هغې نه ” پاشوټین “دی وایې چې روژه دځوانۍ په ساتلوکې مهم رول لري .


.
دروژې ارزښت په دې کې دی چې بدن له زړواو اضافه خلایاونه خلاصوي، له دې ځایه ویلوشوچې په اسلام کې دروژې نظام د جوړولواوړنګولوعملې په برخه کې یوسترنظام دی ، په روژه کې انسان کم ترکمه ۱۴ ساعته له خوړولونه ځان ساتې چې په دغه موده کې ټولې اضافه اوزړې انسجې اوخلایاوې لمنځه ځې او دروژه ماتې پرمهال نوې خلایاوي منځ ته راځي >
روژه یوه روحې تجربه ده :

روژه نه یواځې دانسان په بدن کې زړې او اضافې انسجې له منځه وړې اونوي رامنځ ته کوي بلکې انسان له معنوې اوروحې پلوه غښتلی کوي ، دغې خبرې ته د کولومبییا له مدرسې نه “توم برنز “ژورنالستانوته وویل : زه خوروژه یو ژوره روحې تجربه ګڼم ، ما روژه په دې نیت ونیوله چې یوڅه وزن راکم کړم خووروسته ځیرشوم چې روژه دذهن دپاکوالي لپاره ډیره ګټوره ده روژه دنویوفکرونواستنباط او دمشاعرود ترکیزلپاره هم ګټوره ده په “پولنګ” کې مې دروژې لږې ورځې نه وې تیرې شوې چې احساس مې کړه دروحې پلوه غښتلی کیږم .
برنز”اضافه کوي چې روژه دده په کړنلاره او نظرکې هم تحول راولي ، دبدن له پاکوالې نه دګناهونوپاکوالي ته سرایت کوي ، هغه وایې : “تراوسه مې څوځل روژه نیولې ، یوه ورځ نه تر شپږوورځوپورې پخوابه مې په دې موخه روژه نیوله چې اضافه وزن مې راکم شي خواوس یې په دې موخه نیسم چې نفس مې پاک شي ” برنز”زایاتويکله چې په نړې وګرځيدم ډیرسترې تیارې مې ولیدې چې انسانان پکې ژوند کوي ومې انیګرله چې په یوشکل نه یوشکل زده ددوي مسول یم زه روژه دکفارې په منظورنیسم .”

روژه انسان له نفسي اوروحي پلوه غښتلی کوي ، چې ورسره د خوړوشوق یې راکمیږي ، د مینې او محبت شعورپکې پیاوړی کوي ، له زړه نه یې ویره ، اضطراب اود واکمنۍ حرص لرې کوي دغه مطلب د ” برنز”له خبرو داسې جوتېږي ” زه چې کله روژه نیسم دخوړومینه مې په ټولیزه توګه له منځه ځي، بدن مې دارامۍ احساس کوي ، له سلبي عواطفو لکه حسد ، کینه ، د واکمنۍ مینه او نرګسیت نه دلرې والې احساس کوم اونفس مې ویره ، اضطراب اوستړیا نه حس کوي ، دروژې پرمهال دخلکوسره ښه اونیکه رویه اوچلند کوم همدغه شیان دي چې مسلمانان ـ لکه څرنګه چې ما په ترکیا سوریا قدس کې ولیدل یوه میاشت روژه په داسې شاندارومراسمونیسي چې په ټوله نړۍ کې ساری نلري.

دروژې بدنې ګټې

د زخمودرملنه

روژه د یوجراح ډاکټر حیثیت لري چې له بدنه تلف شوي اوکمزورې انسجې اوخلیې لمنځه وړي ، همدارنګه روژه ناروغه غړي او دخلیې دترمیم اوجوړولو عملیات هم پرمخ وړي ، په بدن کې اضافه غوښه ، د غوړوکڅوړګۍ ، او پړسوب لمنځه وړي.

په وزن کې توازن

دچاغوخلکووزن راکموي ، خوپه دې شرط چې دافطارپرمهال په خوړوکې اعتدال په نظرکې ونیسي ، خپله معده په څښاک اوخوراک ونه پړسوي ، اوکه چیرته داسې وشي نو دبدن وزن به نورهم زیات شي

.له شکرې نه ژغورنه

روژه په وینه کې شکره راکموي ، او په دغه مهال توری په پوره توګه راحت اخلي ، ځکه چې توری “انسولین” ماده افرازوي چې شکره په نشوي اودهنیې مواداړوي چې په انسجوکې زیرمه کیږي، خوکله چې خواړه د افرازشوې انسولینوله کمیت څخه زیات وي نو توری دستړیا احساس وکړي اوپه خپله دنده کې پاتې راشي ،هماغه ده چې شکره په وینه کې پاتې شي اوپه تدریجې ډول د شکرې ناروغۍ راښکارشي ددغې ناروغۍ نه دساتنې په موخه باید د روژې په څیرد خوراک اوڅښاک نه دلسو او شلوساعتونوترمنځ ډډه وشي او دافطارپرمهال ډیرسپک خواړه وخوړل شي دغه عملیه باید درې اونۍ دوام وکړي دشکرې ناروغۍ دلمنځه وړولولپاره دغه عملیه ډیره مثبه اواغیزمنه ثابته شوې ده

د ـ دپوستکې دناروغۍ درملنه

روژه دپوستکې ناروغیو ته ډېره ګټوره ده ، او لامل یې دادی چې په وینه کې د اوبوکیمیت راکموي نوپه پوستکې کې هم داوبوکمیت کمیږي.چې دغه لاندې ګټې لري:

ـ دمیکروبونو او ساري جراثیمو پروړاندې دپوستکي مقاومت غښتلی کوي

ـ دحساسیت ناورغۍ او دغوړپوستکې ستونزې لمنځه وړي

ـ دروژې سره د کلموهغه زهرجن افرازات کمیږي چې د دانودراختلولامل کیږي

هـ ـ دنقرس له ناروغۍ نه ژغورنه

د زیاتوغوښو له خوړونه دغه ناروغي منځ ته راځي ، په بدن کې دپروټینوپه تمثیل کې خلل رامنځ ته کیږي چې له امله یې په مفصلونوکې د”البولیک” تیزاب رسوب کوي اوپه ځانګړې توګه بیا د پښې د غټې ګوتې په مفصلونوکې ، اوکله چې مفصلونه دنقرس په ناروغۍ اخته شي پړسیږي او سره کیږي چې وروسته ډیرسخت درد رامنځ ته کوي ، په وینه کې دمیتازو مالګه ډیریږي چې په پښتورګې کې ترسب کوي او دپښتورګي کاڼي رامنځ ته کوي ددغې ناروغې بنسټیزه درملنه خوړوکم والي دی .

و ـ دزړه او دماغوله سکتې نه مخنیوی

ډیرو طبې علمي څیړونکو ـ چې ډیری یې مسلمانان نه دی ـ ثابته کړې چې روژه په بدن کې وازدې راکموي او له دې سره د کولیسټرول ما ده چې د شریانونوپه دیوالونونښلې راکموي اوکله چې کلسټرول زیات شي نودزړه اودماغوپه شریانونوکې وینه لښته کیږي چې د زړه او دماغوسکته رامنځ ته کوي

ز ـ د مفصلونوددردونودرملنه

دمفصلونودرد دوخت په تیرویدوسره ډیریږي ، زیانمن شوې برخې پړسیږي او دپړسوب سره درد رامنځ ته کیږي چې لاسونه اوپښې له کاره لویږي ، دغه ناروغي د عمرپه هره برخه کې انسان نیسي خو د دیرشواوپنځوکلونو په عمر خلکوته ډیره پیښیږي ، رښتیا خو داده چې ددې ناروغۍ لپاره تراوسه کومه درملنه نه ده موند ل شوې ، خو په روسیا کې ډیروتجربو وښودله چې روژه کولی شي ددغه ناورغۍمخه ونیسي ، هغوې وایې چې روژه بدن له هرډول زهرجنوتوکونه ژغورې خوپه دې شرط چې له درې اونیونه کمه ونه نیول شي په ډیروناروغانودغه تجربه عملې شوه او ډیرې ښې پایلې یې ولرلې

ح ـ دروژې حکمت :

په روژه کې باید دخوړونظام ته جدې پاملرنه وشي ، د بدن له طاقت او وس نه پورته دافطار او چربانګې پرمهال ډیرخواړه ونه خوړل شي، خو متاسفانه چې ډېرروژه تیان دافطارپرمهال څوډوله خواړه په دسترخوان کیږدي او خپله معده په ډول ډول خوړوډکه کړي، په روژه کې دبوزې په پرتله څوچنده ډیرخوراک کوي، نوهمدغه ده دروژې دنیولوحکمت اوګټه لمنځه ځي په کارده چې په رمضان کې ټول غړي دروژې په نیولوکې برخه واخلي سترګه بایدله هغه څه نه روژه ونیسي چې کتل ورته حرام شوي وي ، ژبه باید له غیبت، دروغو ، چغل خوري نه ، غوږونه له هغه څه نه چې اوریدل یې منع شوي وي ، خيټه له حرامونه ،لاس دزیان رسولونه ، پل د فساد په نیت له پورته کولونه روژه ونیسي ، ترڅو درمضان المبارک په میاشت کې روح خپلې ازلې سرچینې ته راوګرځي اوخپل رب ته چې دزمکې اواسمانونومالک مخه وکړي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: