په ميدان وردګ ولايت کې دملي پيوستون ۲۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوې

دمیدان وردګ ولایت  په لومړۍ بهسودو ولسوالۍ کې دملي پیوستون پروګرام له لارې پنځه ویشت بېلابېلې پروژې د څه باندې لس میلونه  افغانیو په ارزښت  دکلیو پراختیا اوبیارغاونې وزارت په مالي بودیجه ددې ولسوالۍ ولسوال او پرمختایي شوراګانو استازو  لخوا د پټۍ په پریکلولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کې دلمریزې بریښنا (سولر) د ۸۰۰ واټه بریښنا په تولیدولو،دشاتو،اوبو ذخیرې پروژه د ۱۲۰ متره مکعب په حجم ،دفرعی سړک  دوه پروژې  (۵) کیلومترو په اوږدواليد (۱۰) پلچکونه په شمول،د پلچکونو (۴) پروژې ،دکاریز کندلو (۴) پروژې د (۱۲۰۱) مترو په اوږدوالي، دکانال کیندلو او پخولو (۳) پروژې د (۳۳۳) مترو په اوږدوالي ،دچینو پخول د (۴۷) مترو مکعب  حجم په لرولو،دغونډو تالارونو درې پروژې  د(۵۴۳) متره مربع ځمکه کې،دپخلنځې دلوښو(۴) پروژې او داوبو دزیرمو پروژې شاملې دي چې د بند اوموچی قل،قل ګردی،داب
 پران،قل کلان،دکوته سیرک،دهن نیک،دهن شورابیک،قلعه مدد، دهن ابکوکار ،شهرنیرو،چهارپخڅه،بورتوب،قلعه نو،ګرم ابدیوالی،کوته سیرک،چک،قل دیداری او بای نط په کلیو کې دکلیو دبیارغاونې وزارت له بودجې څخه د (۱۰۱۹۶۰۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت اوخلکوپه سلوکې دلس فیصده ونډې اخیستنې سره  دمرستندویه موسسی (سویډن کمیټې) او پراختیایي شوراګانو لخوا دملي پیوستون دپروګرام له لارې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې، چې (۱۶۳۷) کورنۍ به ترې ګټه اخلي او تریوځایه به دسیمې دخلکو ستونزې هوارې او په راتلوونکی کې به دا ډول نورې پروژې هم دولایت په بېلابېلو ولسوالسوکې پلې شي.
اړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: