طالبانو بالاخره د بیت الله مسود وژل کېدا تایید کړه

پاکستاني طالبانو بالاخره نن ومنله چې بیت الله مسود وژل شوی دی .پاکستاني او امریکايي پوځي چارواکوله ډېرو ورځو راهیسې بیابیا ویل چې بیت الله مسود د اګست په پنځمه نېټه  په جنوبي وزیرستان کې د امریکا د بې پېلوټې الوتکې په توغندويي برید کې وژل شوی خوطالبانو د هغوی څرګندونې ردولی .
د بي بي سي د نړیوال سرویس له راپورسره سم د طالبانو دوو مهموقومندانانو چې د بیت الله مسود پرمشرۍ له یوبل سره جنجال لري ، یعنې حکیم الله مسود او ولي الرحمان تایید کړه چې بیت الله مسود وژل شوی دی .
دواړو قومندانانوویلي وو چې بیت الله مسود ټپي شوی او دوی یې خپل ځای ناستي ټاکلي دي .
حکیم الله مسود او ولي الرحمان د پاکستاني طالبانو د مشرۍ پرسرتراوسه څوځلې خونړۍ جګړې کړي خو له دې سره سره دواړو هڅه وکړه چې د طالبانوپه منځ کې د وېرې او ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د بیت الله مسود مړینه ترنن پورې پټه وساتي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: