طالبان د کندهار د تېرې شپې د حملې مسوولیت په غاړه نه اخلي

وسله والوطالبانونن د کندهار په پرونۍ خونړۍ حمله کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې طالبان دا برید چې ملکیان پکې وژل شوي ،غندي .
خبري رسنۍ وايي چې وسله وال طالبان عموماً د هغو پېښو مسوولیت په غاړه نه اخلي چې په نتیجه کې یې عام خلک ووژل شي کنې په افغانستان کې له طالبانو پرته څوک ځانمرګي بریدونه ترسره کوي .
د کندهار د تېرې شپې په ځانمرګو بریدونوکې درې څلوېښت تنه وژل شوي او پنځه شپېته نور ټپیان شوې دي .
لومړني راپورونه وايي چې دا حمله د پنځوموټربمي حملو په وسیله شوي خو ځینې نور راپورونه هم شته چې وايي دا چاودنه په یوه ټرک کې شوې ده چې له چاودونکو موادو ډک وو.
په کندهار کې یوه دولتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ، تاند ته وویل چې دا ټرک د جاپانۍ موسسې چې پاکستانیان پکې کارکوي ،له ګاوندي نیمه کاره کوره راوتله چې وچاودله .هغه وویل داسې ښکاري چې ټرک بل ځای ته روان وو او ممکن په تصادفي ډول د ډکېدو په ځای کې چاودلی وي .
د دې پېښې د څېړلو لپاره د کورنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمرکندهار ته تللی دی .
له چاودنې وروسته لوی اور بل شو او اطفاییه یوساعت وروسته سیمې ته ورسېده چې ډېر دوکانونه په لمبو کې ایره شوي ول .
خلک وايي چې لا هم په ځینوودانیو کې خلک بند پاتې دي او د ژغورنې عملیات پڅ پرمخ درومي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: