هرات يو ځل بيا يوې درنې چاودنې ولړزاوه

له هراته ترلاسه شوي رپوټونه وايي چې د دغه ولايت په ٨مه ناحيه کې نن سهار ٧بجې يوه درنه چاودنه شوې.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند نورخان نېکزاد رسنيو ته وويل چې پېښه د طالبانو لخوا د يوه خښ شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې.
د هغه په خبره پېښه ځاني او مالي زيان نه لري،د سيمې خلک وايي د چاودنې غږ ډېرو لېرې سيمو کې هم اورېدل شوى او دوى يې له امله سخت اندېښمن شوي دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو!
د يوه بل خبر له مخې:
د هرات پر ګذرې ولسوالۍ يو ځل بيا طالبانو توغنديز بريدونه کړي خو د چارواکو په خبره څه زيان يې نه دى اړولى.
په لويديز زون کې د پوليسو وياند سمونوال روف احمدي رسنيو ته وويل چې تر دې بريدونو وروسته د سيمې دولتي ځواکونو او طالبانو يو ساعته نښته هم کړې خو چاته پکې زيان نه دى اوښتى.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
ګذره ولسوالي چې د هرات ښار په ١٠کيلومترۍ پرته ده،له دې وړاندې هم پرې د طالبانو ورته نور بريدونه ترسره شوي
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: