خوست : په قومي جګړه کې په لسګونو کسان وژل شوي

په خوست ولايت كې، د مقبلو او منګلو قبېلو ترمنځ، د غره او ځمكې پر سر يو ځل بيا جګړه پيل شوې شوې او د ځايي خلكو په وينا اوس هم يو پر بل د سپكو او درنو وسلو ډزې  روانې دي.
د سيمې يو تن عيني ليدونكى وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې روانه دې جګړه كې د دواړو غاړو څلورويشت كسانو ته مرګ ژوبله اوښتي خو له سيمې څوك خپل مړي او ټپيان نه شي ايستلى، اوكيداى چې له دې زيات هم وي، د نوموړى په خبره تراوسه هلته څوك نه دي ورغلي چې د جګړې مخه ونيسي.
د خوست د والي وياند كوچې ناصري وايي چې دوى نظامي كميسيون ته دنده وركړې وه چې د جګړې مخه ونيسي، خو له هغه ځايه دوى ته ويل شوي چې جګړه دريدلې ده.
 د يادولو ده، چې پر ياده لانجمنه سيمه له دې وړاندې هم څو ځلې ورته وسله والې شخړې شوې، چې دواړو خواوو ته پكې مرګ ژوبلې اوښتې دي، خو ځايي حكومت يې تر اوسه په كابو كولو نه دى توانيدلى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: