د لغمان سېلابونو ١١تنه ووژل

د لغمان چارواکي وايي د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې بېګا شپه د بارانونو تر ورښت وروسته د سېلابونو د راوتو له امله ١١تنه وژل شوي او ګڼ شمېر مالي زيانونه اوښتي.
د چارواکو په خبره تر اوسه د پېښې يو شمېر مړي هم نادرکه دي او يو شمېر يې چې موندل شوي هم دي لا يې کورنيو سره د چا لخوا مرستې نه  دي شوي.
چارواکي دغه راز وايي دې سېلاوونو په ياده شوې او د لغمان نورو سيمو کې يو شمېر کورونه هم وران کړي او نور زيانونه يې هم اړولي.
وېل کېږي چې د لغمان ولايتي ادارې لا د پېښې زيانمنو سره د امکاناتو د نه لرلو په نامه څه مرستې نه دي کړي او له نورو مرستندويو ډلو يې دا هيله کړې.
دا  په وروستيو کې دويم ځل چى لغمان کې خلکو ته په دې کچه مرګ،ژوبله اوړي،پرون د دې ولايت د مرکز مهترلام د يوه جومات مخې ته ځانمرګى بريد وشو چې پکې د يو شمېر چارواکو ترڅنګ ګڼو ولسي وګړو ته مرګ،ژوبله واوښته.
ياد شوى بريد د ولسمشر کرزي او يو شمېر بهرنيو هېوادونو لخوا وغندل شو،د دې بريد مسوليت طالبانو په غاړه اخېستى و.
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: