په غور ولایت کې دپولیسو او ملکيخلکو ترمینځ جګره شوې

په غور ولایت کې د ملکي وګرو او پولیسو ترمینځ په شخړه کې یو ملکي وګړی مړ او درې پولیس ژوبل شول.

 دغه پیښه تیر ماښام د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د پولیسو له خوا احضار شوي ول.

 پولیس وايي چې دغو کسانو په خپل منځ کې قومي شخړې درلودې چې پولیس یې د حل لپاره ورغلي ول.

 دغور ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقی نورستاني وايي :(په دې منځ کې ملکي وګرو پر پولیسو برید وکړ او درې تنه سرتیري يې ټپیان کړل.)

 نورستانی زیاتوي که څه هم په دې نښته کې له وسلې څخه کار نه دی اخیستل شوی خو په نامعلوم لامل یو ملکی وګړی ټپي شو چې روغتون ته  په لاره یې سا ورکړه .

 دم ګړۍ ویل کیږي چې یو دولتی پلاوی د دې پیښې د څیړلو لپاره ودولتیار ولسوالۍ ته ستون شوی دی څو د دې پېښې مسوول ونیسي.

 تیر هم کال په دې ولایت کې په یوی قومي مظاهرې کې د پولیسو او ملکي وګرو په نښته کې یو شمیر پولیس او ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي ول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: