خوست : بمي چاودنې مرګ ژوبله پېښه کړې او په بله پېښه کې دوه تنه په ګوليو ويشتل شوي

خوست ښار كې بمي چاودنې د ماشومانو په ګډون يو شمېر كسانو ته مرګ ژوبله واړوله، بله خوا د دغه ولايت د ايوب خېلو په نوم سيمه كې دوه تنه د ټوپك په ګوليو ويشتل شوي او وژل شوي دي، تراوسه چا د دې پېښو مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى او نه يې هم په  تور څوك نيول شوي دي.
خبرونه له تفصيل سره :
د چاودنې دا پېښه د چارشنبې په ورځ د خوست ښار په منځني چوك كې پر يوه ولاړ بايسكل د ځاى پرځاى شويو چاوديدونكو  توكو له امله وه،  د خوست والي وياند كوچي ناصري وايي چې له امله يې يو ملكي وګړى ووژل شوى او دوه نور ټپيان دي.   خو د خوست ملكي روغتون ډاكټران وايي، چې دوى ته يې له دې پېښې يو مړى او درې ټپيي ماشومان وروړي دي.
په خوست ښار كې دغه ځاى چې خلك يې د سرګردان چوك په نوم بولي، د روژې په ورځو كې ډېر له ګڼې ګوڼې ډك وي، په دې روژه كې د خلكو يوه نېوكه دا ده، چې دغه چوك ته، په خوست كې د بېلابېلو امنيتي ادارو كسان، ان په شخصي جامو كې هم داخليږي او ډېر كله د دوى ترمنځ خپلمنځي شخړې هم رامېنځته كيږي. چې د عامو خلكو له پاره وېروونكې وي.
د يوه بل خبر له مخې د خوست ښار ختيځ ته، د ايوب خېلو په نوم سيمه كې دوه كسان ناڅرګندو وسله والو د ټوپك په ګوليو ويشتلي او وژل شوي دي.
د خوست والي وياند كوچى ناصري وايي، چې هغوى حكومتي دندې نه لرلې او د ده په ګومان ښايي د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي وي، تر اوسه د د يادو دواړو پېښومسؤوليت چا پر غاړه نه دى اخېستى.
بله خوا د خوست په صبريو ولسوالۍ څو توغندي توغول شوي، وسله وال طالبان وايي، چې سرتېرو ته يې  مرګ ژوبله اړولې، خو ځايي چارواكي وايي چې كوم زيان يې نه درلود
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: