غیرت بهیر : المان کولای شي ، چې دوسله والو او امریکایانو ترمنځ جوړجاړې وکړي

د حکمتیار په مشرۍ داسلامي حزب دمشر زوم  ډاکتر غیرت بهیر  ، چې تېر کال دبګرام له زندان څخه  راخلاص شو په  پلازمینه اسلام اباد کې یې دالمان خبري اژانس ته ویلي دي : کله ، چې زه هلته وم  له یو شمېر سیاستوالو او مهمو کسانو سره مې لیده کاته وشول او دافغان کړکیچ په اړه مو خبرې وکړې . غیرت بهیر څه موده وړاندې  دانګلستان او المان  سربېره له یو شمېر هېوادو لیدنه وکړه اوسمهال غیرت  بهیر په اسلامي حزب کې دبهرنیو اړیکو مسوول دی .
غیرت بهیر وايي : یو شمېر هېوادونه لکه المان کولای شي ، چې دوسله والو او امریکایانو ترمنځ  دمنځګړي رول ولوبوي   او خبرې اترې وهڅوي ، دا به سمه نه وي ، چې دغه خواوې  په کړکیچ کې دراښکیلو ډلو تر څنګ ودریږي  بهیر زیاتوي  اسلامي حزب  چمتو دی ، چې له لویدیزو هېوادو سره خبرو اترو ته کیني ، خو په دې شرط  ،چې دغه خبرې په افغانستان کې دتلپاتې سولې  ته لارپرانیزي او پرحقیقت او ارزښت  ولاړې  خبرې وي  .

 

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: