د خوست له زندان نه يو شمېر کسان ازاد شوي

تيره ورځ د خوست له مركزي زندان څخه، د استقلال نويېمې كليزې په وياړ، د يوه پاكستاني تبعه په ګډون پېنځه زندانيان خوشي شوي او د يو څو نورو د بند موده كمه شوې ده.

خوست والي حميدالله قلندرزى وايي چې دا كار يې د ولسمشر كرزي، د هغه ځانګړي فرمان له مخې كړى، چې د افغانستان د ازادۍ نويېمې كليزې په وياړ صادر شوى دى.

د بنديانو د خوشي كيدولو مراسمو پرمهال خوست والي حميدالله قلندرزي، وويل دوى د دغه ولايت له مركزي زندان څخه پنځه تنه د ولسمشر كرزي، د هغه ځانګړي فرمان له مخې  خوشي كوي، چې د افغانستان د ازادۍ نويېمې كليزې په وياړ صادر كړى دى.

د خوست له مركزي زندانه په خوشو شويو پېنځه زندانيانو كې يو يې د پاكستان د پنجاب ايالت اوسيدونكى ؤ، نوموړي وويل، چې نږدې دوه كاله وړاندې د خوست د ببرك تاڼې په سرحدي سيمه كې د افغان  سرتيرو له خوا په دې تور ونيول شو، چې په تروريستي فعاليتونو كې لاس لري، خو  د ده په وينا چې دى، له دغې لارې د غزني ولايت زيارتونو ته تلو او هلته يې د يوې ناروغۍ د درملنې له پاره تاويزونه كول.

چارواكو ومنله، چې پر نوموړي لګيدلى تور ثابت نه شو او له خوشي كيدو وروسته د خوست سرې مياشتې ادارې ته وسپارل شو، تر څو په ښه توګه د هېواد له پولې واړول شي.

د خوست څارنوالۍ يوه چاروادكي وويل، چې په زندان كې د پاتې څو زندانيانو لپاره د همدې ځانګړي فرمان پر بنسټ د بند موده هم كمه شوې، خو د شمېر او مودې په اړه يې څه ونه ويل، دا وخت په نوموړي زندان كې يو نوي كسان ، د بند شپې ورځې تېروي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: