په خيبر اېجنسۍ کې 24 تنه نور وسله وال هم وژل شوي

 پاکستاني پوځي چارواکي ادعا کوي چې پرون يې په خيبر اېجنسۍ کې د عملياتو په ترڅ کې د لشکر اسلام 24 تنه نور وسله وال غړي وژلي .د دوی په وينا په روانو عملياتو کې يې تراوسه ټول 122 تنه وژلي او 107 تنه يې هم نيولي. د دغو عملياتو له امله شاوخوا دېرش زره کسان له خپلو کورونو بې کوره شوي.د لشکر اسلام مشر منګل باغ ګواښ کړی ،چې که عمليات ونه درول شي ، نو دوی به د غچ اخيستنې عمليات پيل کړي.په خيبر اېجنسۍ کې روان عمليات تر هغې وروسته پيل شول چې کله دلته د يوه ځانمرګې بريد په ترڅ کې 22 تنه پوځيان ووژل شول . د يادولو وړ ده چې د لشکر اسلام غړو او طالبانو به له همدغه سيمې څخه د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو هم بريدونه ترسره کول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: