په هرات کې انسان تښتونکي ونیول شول

امنیتي چارواکي وايي په هرات ولایت کې یې درې تنه وسله وال انسان تښتونکي نیولي او تښتول شوی کس یې ترې خوشې کړ.

امنیتي چار واکي وايي انسان تښتونکو د دغه کس له کورنۍ څخه د ده د خوشې کولو په بدل کې د ۷۰ ملیونو افغانیو غوښتنه کړې وه.

 د کهسان ولسوالۍ امینه قومندان سمونوال عنايت الله امرخيل وايي دغه کسان تیره ورځ د نظامي عملیاتو په لړ کې د دې ولسوالۍ په قدوس آباد کلې کې د انسان تښتونکو له منګولو را خوشې شوې دې.

 امرخیل زیاتوي: ( دغه کس چې ملوك نومیږي او ۲۵ کلن دی، چې څو ورځې وړاندې د تراویح له لمانځه وروسته د انسان تښتونکو له خوا تښتول شوی وو.)

 چارواکي وايي دغه څلور انسان تښتونکی هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شول چې غوښتل یې دغه کس و یو نامعلوم ځای ته یوسي.

 په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې دانسان تښتولو پیښې زیاتې شوې او د خلکو اندیښې یې پارولې دي.

 دیادونې وړ ده چې په تیره یوه میاشت کې نژدې لس کسه په دې ولایت کې د ناپیژاندو کسانو له خوا تښتول شوي دي چې د ځینو څرک لانشته

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: