ځانمرګى له دوو ملګرو سره ووژل شو

په نيمروز ولايت کې يو ځانمرګى بريد کوونکى، بريد ته د تياري پر وخت د خپلو چاودېدونکيو توکيو د انفجارله کبله له دوو ملګرو سره یوځای ووژل شو .

 امنیتي چارواکي وايي چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولايت د دلارام ولسوالۍ د نالان په سيمه کې په يو کور کې شوې ده .

 د نیمزوز امنیه قومندان سمونوال عبدالجبار پردلی وايي : ځانمرګي بريد کوونکي تياري نيوله، چې پر بهرنيو ځواکونو بريد وکړي، خو موخې ته له رسیدو مخکې خپل انتحاري واسکټ پرې وچاودید او له دوو ملګرو سره یوځای ووژل شوو.

د دولت وسلوالو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په مشرانو جرګه کې د نیمروز ولایت سناتور فضل کریم محمودي وايي چی تیرکال په دې ولایت کې دوه ویشت ځانمرګې پیښې شوې چې له امله یې زیات خلک وژل شوې دې.

ښاغلي فضل ویلې چې د دغه ولایت خلک د بې باورۍ په حالت کې شپې سبا کوي خو چارواکي د ترهګرو او سړي وژونکو پرخلاف چندان ګام نه پورته کوي.

 په روان لمريز کال کې په نيمروز ولایت کې نیږدې ۲۰ځانمرګي بريدونه شوي چې شاوخوا 130 کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

 نيمروز د هیواد د لوېديځو نارامه ولايتونو څخه دی، چې هر وخت ترې د تاوتريخوالي خبرونه رسیږي .

دغه ولايت له ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري، چې وسله وال ترې په اسانۍ له پولې دېخوا ته راځي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: