د طالبانو په چاودنو کې دولس ملکیان ووژل شول

دولس تنه ملکي افغانان د چهارشنبې او سې شنبې په ورځوپه په کندهاراو فراه کې د سړک د غاړې په چاودنو کې ووژل شول .راپورونه وايي چې دا بم وسله والوطالبانوایښی وو.

طالبان عموماً د افغان او بهرنیوځواکونو په لاره کې ماینونه اوبمونه ږدي خو د هغوی بمونه اکثراً د عامو خلکو د وژل کېدو سبب کېږي .

د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د طالبانو له لوري په اېښودل شوي بم کې د یوې کورنۍ اووه تنه هغه مهال ووژل شول چې موټر یې په پنجوايي ولسوالۍ کې پرماین وخوت.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي وویل چې په موټرکې ټولټال اووه تنه سپاره ول چې درست په دې چاودنه کې وژل شوي دي .

د پنجوايي یوه اوسېدونکي محمد نعیم تاند ته وویل چې د طالبانو لپاره مهمه نه ده چې عام خلک وژل کېږي ځکه چې د هغوی په نظرکه د دوی له لوري په جګړه یا چاودنه کې بې ګناه خلک ووژل شي ، جنت ته ځي او په حقیقت کې دوی ورسره ښه کړي دي .

بله چاودنه د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال په فراه ولایت کې وشوه او په ترڅ کې یې پنځه تنه عام خلک ووژل شول .

د ملګرو ملتو له راپور سره سم د روان کال له پیله تراوسه پورې ترزرو زیات افغان ملکیان وژل شوي چې اکثره د وسله والوطالبانو په ځانمرګو بریدونو کې له ژونده بې برخې شوي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: