يو تاريخي قدم

پرون دامنيت شورا د اټومي وسلو څخه د خلاصي نړۍ په خاطر يو پريکړه ليک صادر کۍ .دا پدې معنی چه نور هيوادونه اټومي وسلې پلاس رانه وړي،هغه دترهګرانو په لاسو کښي ونه لويږي،او اټومي قدرتونه موجوده اټومي وسلې له منځه يوسي

  يوه نړۍ بې له اټومي وسلو . دا په اوس وخت کې فقط يو تخيل دی، او په دې کې هيڅ شک هم نسته . دغه هدف ته رسيدل هم څه آسانه کار  ندی . په حقيقت کې شمالي کوريا او ښايي ايران هم په  دغسي وسلو پسې هڅي کوي، او تر اوسه پورې د امريکا متحده آيالتونه او روسيه د وسلو داسي زېرمي لري، چې په نړۍ کې ټول ژوندي موجودات د منځه وړلی شي . خو د يوه اساسي بدلون دپاره، يوهء لوی خيال ته ډېره اړتيا ليدل کيږي . بارک اوباما دومره جرئت لري چې خپل غږ يې پورته کړی دی .

 دا لومړی ځل نه دی چې د امريکا يو جمهوررييس نړيوالي ټولني ته داسي يوه غوښتنه وړاندي کوي ، چې خلک پرې مازي سرونه ښوروي . رونلد رېگن په 1987 م کال کې د شوروي اتحاد پر پخواني سرمنشي ميخاييل گورباچوف باندې غږ وکړ چې د ختيځ او لويديځ آلمان تر منځ غځېدلی دېوال دي ونړوي . فقط دوه کاله يې وخت ونيو تر څو د آلمان بيا يووالی په حقيقت بدل شو.

 د نړۍ د اټومي وسلو د منځه وړل ښايي چې په دومره لنډ وخت کې ممکن نه وي . خو بيا هم يو گام پورته شوی دی . مهمه خبره دا ده چې دغه پرېکړه ليک يوازي د موجوده اټومي وسلو پر له منځه وړلو محدود پاته نه سي . سربېره پر دې به يو وار بيا تاييديږي،او تضمين به ورکول کيږي ، چې نور هېوادونه بايد دغه ډيري خرابونکي  وسلې تر لاسه نه کړي . پر دې خبره هم توافق موجود دی چې د دې مخ بايد په هر صورت ونيول شي چې ترهگران دغسي وسلې او يا ځيني برخي يې لاس ته وروړي.

 دا چې ټاکل شوی هدف، يعني د څلورو کالونو په ترڅ کې،د ټولو اړونده موادو راغونډول، عملي برېښي اوکنه، بې ځوابه پاته کيږي  . د امريکا په متحده آيالتونو کې د راتلونکي کال په اپريل کې د يو ځانگړي کنفرانس په ترڅ کې به جزيات راپه ډاگه کيږي  . خوپه دې برخه کې هم بايد وويل شي ،چه  لومړی گام پورته شوی دی.

 مګر يوازي پرېکړه ليکونه او د ښه نيت څرگندوني کافي نه دي . دا چې د روسيې او د امريکا د متحده آيالتونو ولسمشرانو يوازي اوس اعلان کړی دی، چې د اټومي وسلو د له منځه وړلو دوه اړخيزه تړون به نوی کوي، سړي ته هم جرئت وربخښي . خو تر اوسه پوري  ددواړو څخه هيڅ لوری دې ته حاضر نه دی چې له تر ټولو ستري پوځي وسلې څخه تېر شي . او بارک اوباما بايد وپوهيږي چې دی داسی سياسي صلاحيت نه لري چې د مثال په ډول د اټومي وسلو د ازموينو د بندولو تړون لاسليک کړي . په دغه برخه کې هم، د روغتيايي اصلاحاتو په څېر او يا د چاپېريال ساتني د قانون په برخه کې، کانگرس واکمن دی . د امريکايي ټولني او د هغې د استازو يوه لويه برخه چمتو نه ده چې د هغوی د جمهوررييس لخوا تعيين شوې تگلاره غوره او تعقيب کړي . ولسمشر اوباما بايد ځکه په نړيواله کچه تر خبرو وروسته په ملي سطح هم عملي گامونه ورپسې اوچت کاندي.

 خو بيا هم اوس منظور شوی پرېکړه ليک دا ښېي چې په زياتېدونکي ډول هېوادونه غواړي د بې وسلې کولو لاره په گډه سره ووهي . دغه همغږۍ د اوباما له برکته ده، او دايران سره په اټومي لانجه کې هم څرگنديږي چيري چې د وېټود حق پنځه قوتونه اوجرمني په خبرو اترو کې، د پخوا په نسبت په ډيراتفاق سره برخه اخلي . خو بيا هم برياليتوب لا ډاډمن نه دی او کېدای سي چې دغه کوښښ ناکامه شي . خو هيڅوک ددې تمه نه شي درلودلی چې له يو زورواکي رژيم سره د څو لسيزو شخړي به په يوه اونۍ کې حل شي . حتی په آلمان کې د دېوال نړېدل هم دوه کاله وخت نيولی دی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: