اشرف غني احمدزى:د چوکۍ شوقي نه يم،اوس هم پخوانى دريځ لرم.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي چې د دولتي دندې د تر لاسه کولو لپاره يې په ټاکنو کې ځان نه و کانديد کړى،بلکې؛موخه يې دا وه چې هېواد،ولس او ملي ګټو ته ګټې له زيانه وژغوري. ښاغلي احمدزي دا څرګندونې تېره شپه د ټلېفون په ليکه په ننګرهار کې د کابل پوهنتون د استاد او پياوړي ليکوال و شاعر پوهيالي استاد لال پاچا ازمون د نوي زېږيدلي زوى د زېږون په نمانځغونډه کې وکړې. دا نمانځنه چې د استاد ازمون او مينه والو په هڅو يې د هېواد د بېلا،بېلو سيمو(کابل،خوست،کونړ،لغمان،پکتيا،)او يو شمېر نورو ولايتونو د شاعرانو او ليکوالو په برخې اخېستنې سره په يوه شخصي کور کې ترسره شوه،پکې د نواب استاد لخوا د ټنګ،ټکور او لسګونه شاعرانو لخوا شعرونه واورول شول. د نمانځنې برخوال چې له يوې مخې يې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ښاغلي احمدزي ته د هغه د پوهې او وړتيا په درنښت کمپاين کاوه،د ټلېفون په ليکه ترې د ډاکټر صيب لخوا مننه وشوه. ډاکټر صيپ احمدزي خپلو خبرو کې همدا شان ښاغلي استاد ازمون ته د زوى د زېږون مبارکي وويله او خپلو فرهنګي مينه والو سره يې ژمنه وکړه چې دى به دخپل ليکلي ارزښتناک اثر(د عادلانه نظام)لار په رڼا کې د هېواد د روان سياست په اړه يوه منصفانه پريکړه کوي. اشرف غني همدا راز وويل چې که دى دولت کې هم برخه واخلي نو د ده د کاري پالېسۍ عملي کول،په واک کې د ځوانانو او ښځو شريکول به يې بنسټيزې غوښتنې وي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: