په کابل کې په ځانمرگي بريد کې ١٧ تنه ووژل شول او ٦٣ تنه ټپيان شول

دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايې دنن سهار په هغه ځانمرگي بريد کې چې په کابل کې دهند سفارت ته څيرمه وشو اوولس تنه ووژل شول اودرې شپيته تنه نورټپيان شول. دباختراژانس دخبرله مخې دکورنيو چارو وزارت اعلام وکړ چې نن سهار اوولس تنه په هغه ځانمرگي بريد کې چې دهندسفارت ته څيرمه اودپاسپورت رياست ترڅنګ وشو ووژل شول چې يوه ښځه او دوه پوليس هم پکې شامل دي . په دې پيښه کې درې شپيته تنه نور ټپيان شوي دي چې ديارلس تنه يې پوليس دي بريد ديوسرف ډوله موټر په واسطه وشو تراوسه پورې دځانمرگي بريدکوونکي هويت نه دي تثبيت شوي. دمرکز دروغتونونو رييس ډاکتر سيدکبيراميري ددغې پيښې قربانيانو شمير اوولس تنه اودټپيانو شمير درې شپيته تنه وښوده چې دپنځو تنو روغتيايي حالت يې خراب وباله. دکابل دساحوي زون دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس جنرال سيدعبدالغفارسيدزاده چې دپيښې په سيمه کې و وويل په دې پيښه کې شپږليږدونکي واسطي ويجاړي شوي اوپوليس ددې پيښې په اړوند په پراخو څيړنو بوخت دي . عيني شاهدان وايي چاودنه دومره سخته وه چې دپيښې له سيمې څخه په لري واټن کې دودانيو ښيښي ماتې شوې اوزيات شمير ټپيان هغه کسان دي چې دښيښو دماتيدو له امله ټپيان شوي دي. په کابل کې دهندسفارت خبرځايونه وايي په ننني پيښه کې ددغه سفارت کارکوونکو ته هيڅ زيان نه دي اوښتي . چاودنه څوساعته له هغه وروسته وشوه چې دهنددبهرنيو چارو وزيرې ميرمن نايروپاماراو په ډيلي کې دخبرو په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په پاکستان زور واچوي چې په افغانستان کې ديوي هميشني سولې په خاطر په پاکستان کې مليشي کنترول کړي. دغه راز دې دپاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې له تروريستي ډلوسره دچلند په وړاندې خپله ژمنه عملي کړي ځکه پاکستان دلښکرطيبه اونورو تروريستي ډلوپرخلاف عمل نه کوي . ځکه پاکستان دغه ډلې خپلې ستراتيژ يکي شتمني بولي. هندپخوا دپاکستان ځينې مذهبي سازمانونه چې دهغه هيوادداستخباراتوزيږنده دى دممبي تروريستي پيښې په اړوند ملامتي بولي اوپه پاکستان تورلگوي چې ممبي دناوړو پيښو په اړوند په تحقيقاتو کې پاتي راغلي دي. دهند دبهرنيو چارو دوزيرې څرگندونې په داسې حال کي کيږي چې دطالبانو ډله چې دپاکستان له استخباراتو سره اړيکي لري په کابل کې دهند سفارت ته څيرمه دننني ځانمرگي بريد په اړوند دمسووليت ادعاکړي ده. له بلي خوا په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو يوقوماندان ويلي دي له خپل لرغوني دوست افغانستان سره دهري ورځي په تيريدو سره دهند داړيکو پراختيا پاکستان ته دزغم وړ نه ده. ديادونې وړ ده دروان کال دوږي په مياشت کې په هغه ځانمرگي بريد کې چې په مشخص ډول په کابل کې دهنددسفارت دغړو پرخلاف وشوه دسفارت دڅوکارکوونکو په گډون څه ناڅه پنځوس افغانان چې ټول ملکي وگړي وو ووژل شول په دې وخت کې په کابل اوډيلي کې رسمي مقامات دپاکستان استخباراتي سازمان آي اس آي ددغه بريدعامل بللي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: