خوست کې يو ترجمان ويشتل شوی ، پکتيکا کې په يوه هوټل کې چاودنه شوې

 د خوست امنيتي چارواكو خبر وركړى چې په خوست ښار كې يې د تورور او ماينونو خښولو په تور دوه كسان نيولي دي، او  وسله والو طالبانو د خوست په مندزويو ولسوالۍ كې يو تن ترجمان د ټوپك په ګوليو ويشتلى اووژلى دى.
د يو بل خبر له مخې د پکتيکاولايت په مرکزښرنه کې چاودنه شوې ځايي چارواکي وايي چې يو تن پکې ټپي شوى دى، خو وسله وال طالبان وايي چې پدې پېښه کې يې دوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
  په خوست کې د دويمې سرحدي لوار درستيزوال شېراحمدکوچى وايي چې سرتيرو يې د خوست ښار ختيځ ته د کاروان سراى په نوم سيمه کې دوه کسان چې د دوى په خبره په سيمه کې د ماينونوپه خښولو او تورور په پېښو کې يې لاس درلود، نيولي دي، نوموړي په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.   بل پلو وسله والو طالبانو د خوست په مندزويو ولسوالۍ کې يوتن د ټوپک په ګوليو ويشتلى او وژلى دى، د سيمې ولسوال ولي شاه همت د پېښې منلو ترڅنګ وايي چې نوموړي تن له ناټو ځواکونو سره ترجماني کوله.
او د يو بل خبر له مخې د چارشنبې په ورځ نږدې غرمه مهال د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې په يوه هوټل کې بمي چاودنه شوې، پېښې ته نږدې خلک وايي هوټل ته په يوه دېګ کې چاوديدونکي توکي راوړل شوي وو، خو وړاندې له دې چې چاودنه وکړې له هوټل نه خلک ووتلل، دوى زياتوي چې په چاودنه کې د هوټل وداني ړنګه شوې او يو تن عام سړى پکې ټپي دى. وسله وال طالبان وايي چې په دې چاودنه کې د شرکتونو دوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  طالبان داهم وايي چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې او څويې ژوندي بيولي دي، خو ځايي چارواکي وايي چې يواځې د سړک جوړونې دوه کارکوونکي ورک شوي او هلته کومه بله  پېښه نهخ ده شوې.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: