دطالبانو په بريد کې د يوې کورنۍ ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دپکتيکا ولايت د يحيی خيلو ولسوالۍ په غيبي خيلو سيمه کې د طالبانو لخوا د توغول شوي هاوان په پايله کې د يوې کورني ۲تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي . ياده پيښه پرون له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک جوړونې شرکت او وسلوالو طالبانو تر منځ ديادې ولسوالۍ په منارۍ سيمه کې جګړه وشوه. وسلوالو طالبانو دخپلو ملګرو د کلابندۍ د ماتيدو لپاره له هاوان او ميزايلو څخه کار اخيستی او د هاوان يوه شارت شوې مرمۍ په يوه کور لګيدلې چې له امله يې ۱۳ تنه ټپيان او ۲ تنه هم وژل شوي دي.
په وژل شوو کې يو ۸ کلن ماشوم او يوه ۲۲کلنه ښځه شامل دي، دغه راز د۴ ښځينه ټپيانو په ګډون ۹ تنه داسې کسان دي چې عمرونه يې له ۱۵ کلونو څخه کم دي.  د ۲ ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
په دغه پيښه کې دولتي ځواکونو او د سړک جوړونې شرکت کارکوونکو ته زيان نه دی اوښتی. دولتي ځواکونو ددې لپاره چې طالبانو دکلي له منځ څخه جګړه کوله او هم يې د  طالبانو د کلابندۍ د ماتيدو په موخه له هاوان او ميزايل څخه کار اخيست، په شاتګ کړی تر څو عام وګړي زيانمن نه شي، خو ددې سره سره د طالبانو په توغندويي بريد کې ديوې کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه رپوټ د پكتيكا د والي وياند له خوا د تېلفون له ﻻرې ورکړل شوی دی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: