په کندهار کې د بندیانو اعتصاب شږمې ورځې ته داخل شو

د كندهار ولايت په محبس كې د سلګونو طالب بنديانو لوږتړ یا د نه خوړلو اعتصاب نن (جمعه) شپږمې ورځې ته داخل شو خو داسې ښکاري چې چارواکي لا هم د هغوی د مشروع او قانوني غوښتنو منلو ته حاضرشوي نه وي.
بندیانو ویلي چې له دوی سره دې د بند ساتونکو چلند ښه شي او د اوسېدو شرایط دې انساني شي .
كندهار والي توريالي ويسا پرون په  يوه خبري غونډه کې وويل چې د خوراك ، څښاك او روغتيا په برخه كې يې  د بنديانو ستونزې هوارې كړې دي خو د دوى دا غوښتنه چې د ولسمشر له خوا دې د بخښنې په فرمانونو كې شامل شي د دوى په صلاحیت کې  نه ده.
د کندهار والي همداراز وویل چې په سرپوزې محبس کې درې نیم سوه بندیان د یکشنیې له ورځې د اعتراض په دود له خوراکه ډډه کوي .
د کندهار د پولیسو یوه مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ، تاند ته وویل چې وړمه ورځ د عدلیې وزارت ، ملي پولیسو او استخباراتو(ملي امنیت) ګډ پلاوی محبس ته ورغی چې د بندیانو غوښتنې واوري .
دغه مقام همداراز وویل چې ټاکل شوې وه چې د کندهار د دیني عالمانواو دولتي مقاماتو یوپلاوی هم د بندیانو د لوږتړ د پای ته رسولو لپاره محبس ته لاړ شي .
ويل كيږي چې شاوخوا ۵۰ بنديانو خپلې خولې هم ګنډلې دي اود کابو ۶۰ لوږتړکوونکو بنديانو روغتيايي وضيعت د نه خوړلو له امله سخت اغيزمن شوى دى. 
د نصیب په مستعار نوم یوه بندي تاند ته وویل چې دوی څلور غوښتنې لري او ترڅو چې دا څلورغوښتنې ونه منل شي ، اعتصاب ته به دوام ورکړي .
هغه وویل : زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ سره دې سم چلند وشي، زموږ له پایوازانو سره دې بد چلند نه کېږي ، سم خواړه او دارو درمل دې راکړای شي .
د طالبانو ویاند یوسف احمدي وویل چې بندیانو وروسته له دې اعتصاب پیل کړ چې دوی د  یوه حکومت پلوې  جګړه مار له لوري توهین شول .د احمدي په ادعا هغه د طالبانو مشر ته سپکې سپورې وویلې او طالبانو په دې خبرو وواهه .د طالبانو د اقدام په مقابل کې د محبس مقاماتو طالبان دومره سخت ووهل چې څو تنه روغتون ته واستول شول .
څه کم دوه کاله پخوا(د ۲۰۰۷ کال په جون کې) طالبانو پر دې محبس برید وکړ او شاوخوا زر بندیان یې خوشي کړل .
څارونکي او د بشري حقونو پلویان له بندیانو سره غیرانساني چلند په کلکه غندي خو وسله والو طالبانو ته هم ورپه زړه کوي چې هغوی هم له اسیرانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي .طالبان عموماً اسیران له نیولو سمدستي وروسته په غیرانساني ډول وژني .
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: