وکيل احمد متوکل : طالبان له امريکا سره د مشروطو تو مذاکراتو لپاره چمتو دي

  د طالبانو د بهرنيو چارو پخواني وزير مولوي وکيل احمد متوکل ويلي ، چې طالبانو د امريکا سره د خبرو اترو لپاره د ځينو شرايطو په درلودو سره چمتو دي . متوکل ويلي ، چې که څه هم د طالبانو صفوف د خبرو اترو مخالفت کوي ، خو مشران بيا په دې شرط چې امريکا د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره نېټه په ډاګه کړي ، خبرو اترو ته چمتو دي .
  نوموړي زياته کړه ، چې يوازې د حزب اسلامي له مشر ګلبدين سره خبرې اترې کافي نه دي او بايد د طالبانو له مشرانو او په ځانګړې توګه له ملا محمد عمر سره مذاکرات ترسره شي او همدا راز بايد د طالبانو د مشرانو نومونه د تور لست څخه وايستل شي .
  مولوي وکيل احمد متوکل په دې ټينګار کړی ، چې القاعده او طالبان دا دوه مختلفې ډلې دي او د دوی موخې هم متفاوتې دي . ده زياته کړه ، چې طالبان يوازې د افغانستان په  داخل کې جګړه کوي په داسې حال کې ، چې  القاعده يوه پراخه شبکه ده او بين المللي فعاليتونه کوي .
متوکل دا هم ويلي ، چې له کوره بهر ،طالبان د ښځو د زدکړې او کار سره  مخالفت نه لري ليکن دا هر څه بايد د شريعت  د قوانينو د مراعت کولو سره سم تر سره شي .
مګر د مشروطو تو مذاکراتو نه مخ کی طالبان مشران باید د القاعده پاتی کیدل په افغانستان کی معلوم کړی.  که القاعده پر افغانستان کی پاتی کیږی نو بیا به کراری – سوله له کومه شی؟
 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: