په هرات کې دوې ښځې دانفولانزا قرباني شوې

 د هرات ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې یوه ځوانه ښځه او یوه کوچینی نجلۍ وروسته تر هغه چې په دی ویروس اخته شول په دې ولایت کې  مړه شول.
 په هم دې حال کې سمیز چار واکي وايي چې له نن څخه به په لویدیځې حوزې کې ټول تالارونه او حمامونه به تړل کیږي .
 دعامې روغتیا چارواکي وايي که د دې ویروس دخپریدو د مخنیوی لپاره کړه اقدامات ونشي د دې ناروغۍ تلفات به په هرات ولایت کې تر دې هم ډیرشي.
 درهات ولایت دعامی روغتیا رییس غلام سعید راشد وایی😦 دهغه وخته چې دغه ویروس په هرات ولایت کی پیږندل شوی دی ده لمړی ځل لپاره ددی ولایت دغوریان په ولسوالۍ کی یوه ښځه او یوه دولس کلنه انجلۍ ددی ناروغی له کبله مړه شوی دی .)
راشد زیاتوې چی تر اوسه ۱۶ دنوې انفولانزا یا د سرکوزي د والگي مثبتی پیښی او ۳۷ مشکوکۍ پیښی په هرات ولایت کې پیږندل شوی دی .
 له بله پلو بیا دهرات دحوزوی شفاخانۍ رییس داکټر سید نعیم عالمی بیا وایی چی دورځی تر ۳۰۰ دیړی دی مریضی ته مشکوکی پیښی و دی شفاخانی ته راځی .
 عالمی وای تر اوسه ایی څلویښت په دغه ویروس اخته کسان یی ددی روغتون دساری مرضونو په څانګه کی تر تداوی لاندی نیولې او تر درملو او څارنی ورسته ددوی وضعیت ښه شوی دی .
 عالمی د ورځې درې ځله د ستوني له لارې د مالگوبي غړ غړه کول او په پوځې کښول او د تودو مايعاتو څښل هغه څه دي چې دی یی د دغې ناروغۍ ښه مخنيوى گڼي .
 دافغانستان په ولیدیځی حوزی کی د نوی انفولانزا یا ( ان یو – اچ یو ) ویارس چتک خپریدل دخلکو اندیښنې را پاره ولی دی .
په هرات ولایت کی دلویدیځی صحی هم آهنګی مسئول داكتر رستگار وایی له دی کبله دنن ورځی نه ( جمعه ) به په ټول لویدیځی حوزی کی تالارونه او عمومی حمامونه به دیو نامعلومی دوری لپاره به و ټرل شی.
 د په داسی حال کې دې چی د عامې روغتيا وزارت وايي له وقايوي تدبيرونو سره سره ممکن دی چی د سرکوزي د والگي د ناورغۍ له امله لږ تر لږه له ٢ نه تر ٣ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي .
ددی دوو ښځو دمړینی سره د سرکوزي د والگي له امله د مړيو شويو افغانانو شمېر ۱۳ او په دې ناروغۍ د اخته و کسانو شمير نیږدی ۸۰۰ کسانو ته رسېدلى دى .
 دهرات ولایت سربیره په پلازمينې کابل کندهار،باميان او بلخ کی هم ې د سرکوزي د والگي ناروغۍ نښې ليدل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: