حامدکرزى ديوې بلې پنځه کلنۍ دورې لپاره خپل کارپيل کړ

دباختراژانس دخبرله مخې دهيواد جمهور رييس حامدکرزي په دغومراسمو کې خبرې وکړې او دهيواد له مليونونوهيوادوالو څخه چې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې گډون وکړ اودى يې وټاکه مننه وکړه. ده دقانون دتطبيق ،دهميشني سولې اوامنيت دتامينولو، له اداري فساداونشه يي توکوله قاچاق سره دمبارزې، داصلاحاتو دراوستلو ، اقتصادي ودې اودمتقابل درناوي داصل پربنسټ له بهرنيو هيوادونو سره داړيکو دپراختيا په مقصد دخپلو هلوځلو ددوام په اړه خبرې وکړې. کرزى هيله وکړه چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې دهيواد امنيتي ځواکونه وکولاى شي په مستقل ډول دټول هيواد امنيت تامين کړي. دغه راز جمهوررييس له مخالفينوسره دسياسي ديالوگ ددوام په باره کې خبرې وکړې اودهغوکسانو هركلي كيږي چې دهيوادا سا سي قانون ومني اودهيواد دسولې اوثبات لپاره کار وکړي. دهيواد جمهوررييس وويل بايد دتيرو اتوکلونو له نيمگړتياو څخه تجربه واخلو او وزيران ، واليان اودولتي چارواکې دملت واقعي او رښتينې خادمان وبولو چې بايد تقوا لرونکي اودينداره وي . دغه راز حامدکرزي دجمهوري رياست له کانديدانو اوپه مشخص ډول له ډاکترعبدالله اوډاکتر اشرف غني احمدزي څخه مننه وکړه چې دسترانتخاباتي کارپه ترسره کولو سره يي ولسواکۍ وښودله. دلوړې مراسم دمشرانو جرگې درييس صبغت الله مجددي له خوا ددعاييې په لوستلوسره پاى ته ورسيدل. ديادونې وړ ده دجمهوررييس دوفادارۍ دلوړې په مراسمو کې دپاکستان جمهوررييس اصف علي زرداري ، دايران د جمهوررييس لومړۍ مرستيال محمد رضا رحيمي ، دامريکا ، روسيې ، المان ، فرانسې او ايټاليا دبهرنيو چارو وزيرانو اوديوشمير نورو بهرنيو هيوادونو جگپوړو مقاماتو گډون کړي ووخبرځايونووويل دجمهوررييس دوفادارۍ دلوړې په مراسمو کې دڅلويښتو هيوادونو جگپوړو هياتونو او اته سوه تنو کورنيو ميلمنو برخه لرله.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: