امریکا له طالبانو سره دسعودي عربستان دمنځګړتوب ملاتړ کوو

افغانستان او پاکستان ته  دولسمشر اوباما  ځانګړي استازي  ریچارډ هولبروک  نن سې شنبه  په یوې خبري ناسته کې ویلي دي : له طالبانو سره دخبرو په برخه کې دسعودي عربستان دمنځګړتوب  ملاتړ کوو او چمتو یو ، چې وېې منو .
هولبروک دخبری ناستې  په ترڅ کې داخبره رد کړه ،چې امریکایانو او طالبانو سره  خبرې کړې دي . هولبروک وايي دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې  مېرمن کلنټن  هغه خبرې ،چې دجولای  په 15 مه نېټه یې کړې وې : هغه طالبان ، چې وغواړي له القاعدې راجلا شي او وسله پر ځمکه وغورځوي  دا زمینه به ورته برابره شي ،چې په راتلونکې حکومت کې ونډه ولري له دې معلومیږي ،چې امریکا دطالبانو پر ګډون کوم نیوکه نه لري .
ولسمشر حامد کرزي  دلوړې دمراسمو  په ورځ  دسعودي عربستان دپاچا عبدالله بن عبدالعزیر دهغو هڅو یادونه  او ستاینه وکړه  ،چې  له طالبانو سره یې دخبرو په برخه کې کړې دي هولبروک په دې برخه کې وویل : زه نور څه  ویل نه غواړم  پریږده ،چې سعودیان خپله څه ووايي . هولبروک زیاتوي  : ما له سعودیانو سره په پلازمینه  الریاض کې خبرې کړې دي په ځانګړې توګه له  پاچا عبدالله سره ورته مې وویل : سعودي عربستان ، چې په دغه برخه کې هر څه کوي  او غوره یې بولي موږ یې ملاتړ کوو .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: