حنيف اتمر:طالبان او اداري فساد حتمولاى شو

د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر وايي چې د وسله والو طالبانو او اداري فساد پر ضد د افغان دولت برى شونى دى.

اتمر د امريکې له سي اين،اين ټلويزون سره په يوه تازه مرکه کې د ولسمشر کرزي نوي دولت ته په اشارې سره وويل چې له پخواني دولت سره په ډېرو توپېرونو به پکې د ډېرو ستونزو لپاره د حل لارې،چارې وموندل شي.

 اتمر همدا شان د ولسمشر کرزي پر دولت د لويديز د وروستيو نيوکو په اړه وويل چې د دغو نيوکو يو شمېر يې مني خو دا د دې مانا نه لري چې ټوله پړه دې پر افغان دولت واچول شي او يوازې پر نيوکو دې بسنه وشي.

حنيف اتمر همدا شان هيله وښوده چې د امريکا ولسمشر اوباما ژر،تر ژره افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو د استولو په اړه خپله پريکړه په ډاګه کړي.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: