ملاعمر له افغان دولت سره خبرې رد کړې

د وسله والوطالبانو مشرملامحمدعمرد لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ،چې نن رسنیو ته لېږل شوی ، پر افغانانو ږ ږغ کړی چې د افغانستان له حکومت سره ، چې ده ګوډاګی بللی ، اړیکې اوتماسونه قطع کړي .

 ملا عمر په داسې حال کې د افغانستان له حکومت سره د خلکو د اړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې چې ولسمشرکرزي په وروستیو ورځو کې د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې له وسله والوطالبانو سره د پخلاینې لپاره د هلوځلو د کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې د دې هدف لپاره به لویه جرګه وروبولي .

 خو ملاعمر په خپل پیغام کې ویلي دي چې هیڅ راز خبرو ته به تیار نه شي ځکه چې خبرې به په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو حضور اوږد یا مشروع کړي .

 هغه همداراز ویلي : هغه کسانه چې زموږهیواد نیولی او زموږ خلک یې یرغمل کړي ، غواړي چې له خبرواترو څخه د خپلو استعماري هدفونو لپاره د انتخاباتو په شان استفاده وکړي .

 ملاعمرهمداراز ویلي چې د افغانستان خلک به له داسې خبرو سره موافقه ونه کړي چې له کبله یې په افغانستان کې د بهرنیانو حضوراوږدېږي او یرغل یې مشروعیت پیدا کوي .

 ملا عمر په خپل پیغام کې پرطالبانو ږغ کړی چې د حکومت او د هغه د متحدانو پرضد جګړې ته دوام ورکړي خو په عین حال کې یې له خپلو جنګیالیو غوښتنه کړې چې د ملکیانو له وژلو ځان وساتي .

 د وسله والوطالبانو په بمي حملو اوځانوژونکو بریدونو کې عموماً عام خلک وژل کېږي .

 له بلې خوا د نيكمرغه لوى اختر د رارسيدو په درشل كې د افغانستان د علماوو شورا په جګړه كې له ښكيلو خواوو غوښتي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

د افغانستان د علماو شورا په يوې اعلاميې كې چې نن خپره شوه، په ځانګړې توګه له وسلوالو مخالفينو غوښتي چې له جګړې او وينې تويولو څخه لاس واخلي او د سولې او ثبات لار خپله كړي.

د علماو شورا له افغان دولت نه هم غوښتي چې د اختر په ورځو كې د خلكو د امنيت ساتلو لپاره لا ټينګ تدابير ونيسي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ كړى چې  له هغو خپل سرو كارونو ډډه وكړي چې د خلكو غوصه راپاروي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: