هلمندکی:اوه وسلوال طالبان وژل شوي اوپنځه تنه ژوندي نيول شوي دي

په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې دكوبرادقهرپه نامه دگډوچاڼيزوعملياتوپه لړكې چې د جمعې په ورځ په نوزادولسوالى كې پيل شوي تردې مهاله اوه وسلوال طالبان وژل شوي اوپنځه تنه ژوندي نيول شوي دي. همدارازايساف ځواكونه هم وايي چې په سنگين ولسوالى كې دځانگړيوگډوعملياتوپه لړكې درى وسلوال طالبان وژل شوي اوڅلوريې ژوندي نيولي دي. خووسلوال طالبان خپل لوري ته اوښتې مرگ ژوبله نه مني. دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي دشنبې په ورځ په تيلفوني اړيكه كې وويل چې دنوزادپه روانوعملياتوكې دپوليسواوملي اردودځواكونولخوااوه وسلوال طالبان وژل شوي اوپنځه تنه ژوندي نيول شوي اودولتي لوري ته كوم زيان نه دى اوښتى. ((دغه عمليات دنوزادپه بيلابيلوبرخوكې روان دي تردې مهاله وروستي معلومات دادي چې اوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي اوپنځه تنه نيول شوي دي اونن دې عملياتوته پوليس هم ورگډشوي دي.)) په همدې حال كې نړيوالوسوله ساتوځواكونودهلمنددسنگين اوموسى كلاولسوالى ترمنځ دريگي په سيمه كې ددريووسلوالوطالبانودوژلواوڅلوردنيولوخبروركړ. دايساف ځواكونوپه وينا چې ځانگړي عمليات دشنبې په شپه دايساف اوافغان ځواكونولخواديوطالب قوماندان چې په ماين جوړولوكې يې لاس درلودترسره شول. خووسلوال طالبان دايساف ځواكونواوځايي چارواكوداادعاردوي اووايي چې په نوزادولسوالى اودريگي په سيمه كې يې دماين په چاودنوكې گڼ شميربهرني سرتيري وژلي دي. بل دهلمنددوالي وياندداوداحمدي داهم وايي چې دهغه دوه تنوپوليسومړي هم دشنبې په ورځ دلښكرگاه ښاراړونددبولان په سيمه كې موندل شوي چې شاوخوايوه مياشت وړاندې نامعلوموكسانوتښتولي وو. دده په ويناچې پوليسودگرشك په ولسوالى كې اته تنه هغه كروندگرهم نيولي چې دكوكناروپه كرلويې لاس پورې كړى و.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: