په نوزادولسوالى كې دگډوچاڼيزوعملياتوپه لړكې تردې مهاله پنځلس وسلوال طالبان وژل شوي دي

په هلمندكې ځايي چارواكي وايي چې په نوزادولسوالى كې دگډوچاڼيزوعملياتوپه لړكې تردې مهاله پنځلس وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دوى داهم وايي چې يوشميروسلې اومهمات هم گډوځواكونوته په لاس ورغلي اودولسوالى له مركزڅخه پنځه كيلومتره وړاندې تللي دي.

خووسلوال طالبان خپل لوري ته اوښتې مرگ ژوبله نه مني.

 

 

دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي وايي چې په دې عملياتوكې ديك شنبې ترورځې پورې پنځلس وسوال طالبان وژل شوي اويوشميرسپكې وسلې اومهمات گډوځواكونوته په لاس ورغلي اوگډوځواكونوته تردې مهاله كوم زيان نه دى اوښتى.

 ((ترپرونه دمړوشميرپنځلس تنوته رسيدلى ووسلې هم نيولې شوې دي چې په هغه كې دوه ميله پيكا،څلورميله كلاشينكوفونه يوميل راكټ اويوه اندازه مهمات شامل دي،پنځه كيلومتره پرمختگ دولسوالى په شاوخواكې ترسره شوى دى))

دده په ويناچې گډوځواكونودولسوالى شاوخواپنځه كيلومتره ساحه په خپله ولكه كې راوستلې اوعمليات ځكه گړندي نه دي ترڅوولسي وگړوته مرګ ژوبله وانه وړي اوعمليات دامهال هم روان دي.

په همدې حال كې د۲۰۵ اتل قول اردوددريمې پلې لواقوماندان بريدجنرال غلام محى الدين غوري وايي چې دوى تردې مهاله له كوم مقاومت سره نه دي مخ شوي اوځواكونه يې دماينونوشنډولواوپلټنوپه دندوبوخت دي.

خودوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدي وايي چې ديكشنبې په ورځ ټوله ورځ په سيمه كې جگړه روانه وه اوددوى ملگرودماين په چاودنوكې درى ټانكونه له منځه وړي اوڅوارلس بهرني سرتيري يې وژلي دي.

خوبهرني ځواكونه دطالبانوداادعانه مني.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: