پکتيا وﻻيت کې چاودنه شوې او په خوست کې شکمن کسان نيول شوي

د پكتياولايت په مركز ګردېزكې د ملي اردو په موټر چاودنه شوې.

 ځايي چارواكي وايي چې له امله يې درې سرتيري وژل شوي، وسله والو طالبان د پېښې مسووليت ترڅنګ ادعاكوي چې شپږو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 د يو بل خبر له مخې په خوست كې د څارګرې ادارې مسوولين وايي چې درې شكمن كسان يې له چاوديدونكو توكو سره يوځاى نيولي دي.

بشپړ رپوټ

  د ملي اردو په موټر د چاودنې داپېښه د سه شنبې په ورځ ناوخته د پكتيا ولايت مركز ګردېزاړوند د چاوڼۍپه نوم سيمه كې شوې، هلته د دوه سوه درې تندر قول اردو وياند ساعت ګل هوتك وايي چې د ملي اردو سرتيري په سيمه كې په دنده بوخت وو چې په موټريې چاودنه وشوه، د دوى په وينا چې له امله يې درې سرتيري وژل شوي او موټريې هم ويجاړشوى دى.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والوطالبانو وياند بولي، وايي چې چاودنه دوى كړې او ادعاكوي چې شپږ سرتيري پكې وژل شوي او ټپيان دي. خو ځايي چارواكي دا ادعانه مني.

 د يو بل خبر له مخې په خوست كې د څارګرې ادارې ياملي امنيت چارواكي وايي چې د دغه ولايت په     ګربزو ولسوالۍ كې يې درې كسان چې قيمتي ډبرې او چاوديدونكي توكي ورسره وو، نيولي دي.

خبر ځاى زياتوي چې دغو كسانو نيول شوي توكي د ماينونو په جوړولوكې كارول، د نوموړو كسانو په اړه نور معلومات نه دي وركړل شوي، بل پلود خوست په صبريو ولسوالۍكې د ناټوځواكونو پرموټرو دوې چاودنې شوې ناټو وايي چې كوم زيان يې نه دى ورته رسولى، خو وسله وال طالبان ادعاكوي چې اتو بهرنيو سرتيروته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: