نن د کابل ښار په چاودنه کې شاوخوا ۵۰ تنه مړه او ژوبل شوي

نن د کابل ښار په چاودنه کې شاوخوا ۵۰ تنه مړه او ژوبل شوي خان وژونکي په وزیر اکبر خان سیمه کې د یو جومات مخې ته ځان الوزولی افغان امنيتي چارواكي وايي، چې په كابل كې د سه شنبې د ورځې په ځان وژونكې حمله كې لږ تر لږه ۸ كسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ژوبل شوي دي. دغه ځان وژونكې حمله د سه شنبې په سهار پر ۹:۴۵ دقيقو د كابل ښار د وزېر اكبر خان مېني په څوارلسم سړك كې د هيټل پلازا هوټل ته څيرمه شوې. افغان چارواكي وايي، چې په وژل شوو كسانو كې ښځي هم شاملي دي. د كابل د امنيې قوماندانۍ مرستيال خليل الله دستيار د چاودنې په ځاى كې ازادي راډيو ته وويل: ”د هېواد او خلكو دښمنانو يو ځل بيا زموږ د عامو او زورېدلو خلكو كورونه له تشويش سره مخ كړه، د هغوى ارامې كورنۍ يې غمجني كړې او يو ناځوان مردانه ځان وژونكې حمله يې وكړه.“ دا چاودنه په يوه داسې سيمه كې شوې، چې د ولسمشر كرزي د پخواني لومړي مرستيال احمد ضياء مسعود کور ترڅنګ د يو شمېر جګپوړو دولتي چارواكو كورونه هم موجود دي، خو د چارواكو په وينا په حمله كې ورته كوم زيان نه دی اوښتی. د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال احمدضیا مسعود، چې په دوړو ډګ له کوره راوتلی دی په سميه كې يو شمېر عينې شاهدانو د چاودنې د سترګو ليدلې حال او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د ازادي راډيو ته داسې وويل: ”شهيدانو ته مې پام نه شو، هغه وخت زه پر خپلو چوكيدارانو ګرځېدم، د جومات مخكې مې يو كس وليدى او نور يې موټرو ته اچولي وه، زموږ به تقريباً درې كسان ژوبل شوي وي.“ د كورنيو چارو د وزارت له خوا د وركړل شويو معلوماتو له مخې په دې چاودنه كې امنيتي ځواكونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيقه شمېره يى لا نه ده معلومه. افغان چارواكي ډېر كله د دغه ډول چاودنو او حملو پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د يوه نامالوم ځايه ازادي راډيو ته د تليفون له لارې وويل، چې دا چاودنه دوى نه ده كړې. د كابل د سې شنبې ورځې چاودنه په تېرو څو مياشتو كې تر ټولو خونړۍ بلل شوې، چې عام خلك په كې مړه او ټپيا شوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: