په صوبه سرحد کې چاودنه شوې

پاکستاني چارواکي وايي چې په سرحد صوبه کې د پوليسو يوه مرکز کې دننه په ىوه جومات کې چاودنه شوې ده.

د مالوماتو له مخې په چادونه کې لږ تر لږه څلورتنه وژل شوي او له ١٨ ډېر نور ټپيان شوي دي.

چاودنه د کوز دير په ښارگوټي کې شوې ده. دغلته پاکستاني پوځ د کال په پيل کې د طالبانو پر ضد پراخ عمليات وکړل.

پوليس وايي لا نه ده مالومه چې دا ځانمرگى بريد و که کومه بمي چاودنه، خو له هغه وخت چې پاکستاني پوځ افغان پولې ته څېرمه قباىلي سيمو کې د طالبانو په وړاندې عمليات پيل کړي، ورسره په پېښور او نورو سيمو کې بمي چاودنو هم زور اخىستى.

د شمېرو له مخې په دغو بريدونو کې چې ډېرى يې ځانمرگي دي تر دې مهاله سلگونه کسان وژل شوي دي.

ددې ترڅنگ پر دغو سيمو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم له تېرو څو مياشتو راهيسې دوام لري.

د نوموړو بريدونو په ترڅ کې بېلابېل طالبان او د هغوى مشران چې د پاکستاني طالبانو رهبر بىت الله مسعود هم په کې دى، وژل شوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: