يوه افغان پوځي يو امريکايی عسکر په بادغيس ولايت کې وژلی دوه ايټالويان يې ژوبل کړي دي .

افغان پوځي هم ژوبل شوی چې اوس پوځي روغتون کې تر درملنې او څارنې لاندې دی .

پېښه د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې شوې ده .

تر اوسه لا نه ده په ډاګه شوې چې ايا دا يو تصادفي او يا قصدي بريد و .

د تېرې نومبر مياشتې پر څلورمه يوه افغان سرتېري پر برتانوي پوځيانو ډزې وکړې چې په پايله کې يې پنځه سرتېري ووژل .

او له هغه وړاندې په ميدان وردګو ولايت کې هم يوه افغان سرتېري دوه امريکايي پوځيان د جلسې پرمهال په ډزو ووژل او دی په تېښته بريالی شو .

د چارواکو په وينا د ملي اردو يوه سرتېري هغه مهال د يوې شخړې په پايله کې پر امريکايي عسکرو ډزې وکړې، چې دوی يوې چورلکې ته د هغه د ورنژدې کېدو د مخنيوي هڅه وکړه .

د ٢٠٧ ظفر قول اردو قومندان جنرال جلندرشاه بهنام وايي ده ته په رسېدلو معلوماتو کې ويل شوي چې په پېښه کې يو امريکايی سرتېری وژل شوی .

غلي بهنام بي بي سي ته وويل چې د معلوماتو له مخې يو بل امريکايی سرتېری هم ټپي شوی، خو د ځينو نورو سرچينو پربنسټ، چې په دې پېښه کې دوه ايټالوي پوځيان ټپيان شوي :

((موږ ته ويل شوي چې په پېښه کې ټپي شوی عسکر هم امريکايی دی، خو د ايټاليا دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې پېښه کې دوه ايټالوي پوځيان ټپيان شوي . خو ماته راکړل شوي معلومات ښيي چې په پېښه کې يو امريکايی سرتېری وژل شوی او يو بل ټپي دی . ))

بالا مرغاب د شمال لوېديځ بادغيس ولايت يوه له هغو ولسواليو ده چې وسله وال طالبان پکې نفوذ لري او اوس د افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ پکې يوشمېر بهرني پوځيان د طالب وسله والو په مبارزې بوخت دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: