وسله والو کسانو په افغانستان کې دوه فرانسوي خبريالان د هغوی له موټر چلونکي او ژباړونکي سره يو ځای تښتولي دي.

پوليس وايي دغه ډله د چهارشنبې پر ورځ کابل ته څېرمه په کاپيسا ولايت کې يرغمل شوې ده .

د فرانسې د دفاع وزير هېري مورين چې دا مهال په افغانستان کې دی وايي هېڅ ډلې د فرانسوي ټلوېزيون د خبريال ، عکاس او سيمه ييزو همکارانو د تښتولو پړه پر غاړه نده اخيستې:

(( موږ د دوو فرانسوي خبريالانوپه اړه هېڅ خبر نه لرو، ځينو ويلي چې هغوی له کاپيسا ولايت څخه راپور ورکاوه .

دغه راز ددغې تښتونې مسوليت هم هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی .))

تېره ورځ د کاپيسا ولايت دتګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده ويلي و چې دغه کسان په يادې شوې ولسوالۍ طالبانو تښتولي دي .

دده په وينا، تښتول شوي کسان بې له دې چې امنيتي مسولين خبر کړي د سروبي له لارې له طالبانو سره د مرکې لپاره تګاب ولسوالۍ ته تللي و.

نوموړي ويلي چې د قومي مشرانو په مرسته د هغوی د خوشې کولو هڅې روانې دي .

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: