نن له سعودي عربستان څخه کابل ته د افغان حاجيانو د وروستي ډلگۍ په رارسيدو دهغوی دلېږد رالېږد ستونزمن او جنجالي بهير بشپړېږي .

په تېرو کلونو کې دغه بهير له سختو ستونزو سره مخامخ و، خو چارواکي وايي چې سږ کال د تېر په پرتله ښه تر سره شوی دی .

د حج او اوقافو په وزارت کې د حاجيانو مشرقاضي مختار وايي د دوى له پلان سره سم په ٣٠ ورځو کې ټول ديرش زره افغان حاجيان پر خپل ټاکلي وخت بيرته را ولېږدول شول.

خو چارواکي لاهم له دې اړخه اندېښمن او خپه دي چې سږکال بيا نژدې څلويښت حاجيان په سعودي عربستان کې د غلا او جيب وهنې په تور د هغه هېواد پوليسو نيولي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې ورانې دي .

قاضي مختار وايي چې سږ کال د حج د مراسمو په ترڅ کې اته ويشت افغان حاجيان پر خپل طبعي مرګ او څلور نور په ټرافيکي پېښو کې مړه شوي دي .

چارواکي وايي په راتلونکو کلونو کې به دافغان حاجيانو د مړينې د کچي د کموالي په موخه هڅه وکړي چې حج ته د پاخه عمر لرونکواو هغو کسانو د تلو مخه ونيسي چې په غلا کولو سره دافغانستان نوم بدوي .

دافغان حکومت لپاره په تېرو څو کلونو کې د حاجيانو د لېږد بهير يوه ستونزمنه پروسه وه، چې له کبله يې ددغه هېواد يو وزير ووژل شو ، يو بل يې د درغليو په تور له کاره گوښه او ځينې نور چارواکي يې ان تر څارنوالى او زندانونو ورسېدل.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: