پاکستاني پوليسو ويلي چې په شمال لوېديځ ښار لکي مروت کې ځانمرګي بريد لږ ترلږه ٨٨ کسه وژلي او تر سلو ډېر نور يې ټپيان کړي دي

د پوليسو په وينا، په وژل شوو کې اووه امنيتي پوځيان او شپږ ماشومان دي .

بريد تېره ورځ (جمعه، د جنورۍ پر لومړۍ نېټه) د لکي مروت ښار د شاه حسن خان د فوټبال لوبغالي په منځ کې هغه وخت وشو، چې يوه پاجيرو ډوله ګاډي لوبغالي ته د ننه شو او وچوول شو .

 د بنو ښار د پوليسو مشر محمد ايوب خان ويلي ځانمرګي بريدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی لوبغالي ته د ننه کړ او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې يې وچووه .

سيمه ييز خلک د واليبان سيالۍ ته راټول شوي ول، چې چاودنه وشوه .

  پوليسو مشر محمد ايو ب خان وايي: “کليوال خلک په کلي کې د واليبال د دوو ډلو ترمنځ د سيالۍ نندارې ته راغلي ول، چې ځانمرګی بريد وشو .”

نوموړی وايي ښايي دا بريد په سيمه کې د اورپکو پرضد پاڅون په غبرګون کې شوی وي .

 

 مخکې په سيمه کې په زياته پيمانه وسله وال ازادانه ګرځېدل راګرځېدل، خو سيمه ييزو خلکو مليشه جوړه کړه او وسله وال يې پسې واخيستل . داسې ښکاري چې دا بريد به د دوی د شړلو په غبرګون کې شوی وي .

 

محمد ايوب خان

د سيمې خلک سره يو شوي ول، چې هلته وسله وال پرېنږدي او له خپلې سيمې يې وشړي .

ايوب خان وايي چې ” مخکې په سيمه کې په زياته پيمانه وسله وال ازادانه ګرځېدل راګرځېدل، خو سيمه ييزو خلکو مليشه جوړه کړه او وسله وال يې پسې واخيستل . داسې ښکاري چې دا بريد به د دوی د شړلو په غبرګون کې شوی وي . “

عيني شاهدان

 په سيمه کې عيني شاهدانو ويلي چې هلته هره ورځ د واليبال سيالۍ کېدې، خو نن زښته زيات خلک د دغې سيالۍ د تماشا لپاره راغلي ول، چې بريد وشو .

 له بريده ژغورل شويو ځينو عيني شاهدانو ويلي چې لوبغالي ته ميتوبيشي ډوله پاجيرو ګاډی راننوت او سمدلاسه چاودنه وشوه .

 سيمه ييز چارواکي وايي چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم زيات شي .

بل خوا پاکستاني پوليسو ويلٍي چې وسله والو تېره ورځ د هېواد په جنوب لوېديځ کې افغانستان ته پر لاره د ناټو ځواکونو دوه اکمالاتي ټانکر سوځولي دي .

د پاکستاني پوليسو يوه مشر محمد انصار ويلي بريد د کوټې ښار په شل کيلومترۍ کې د افغانستان پولې ته نژدې شوی دی .

نوموړی وايي : “يوې پنځه کسيزه وسله والې ډلې د جمعې پر ګهيځ افغانستان ته پر لاره يوه هوتل ته څېرمه د تېلو دوو ټانکرونو ته اور ورته کړ . “

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: