افغانستان د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د نویو تګلارو لټه کوي

د ولسمشر حامد كرزي وياند وحيد عمر د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال د دغې طرحې د جزياتو په اړه څه و نه ويل، خو يوځل بيا يي ټینګار وكړ، چې نړېوال ځواكونه بايد له افغان ځواكونو سره تر همغږۍ پرته عمليات ترسره نه كړي: “په دې اړه زموږ ټینګار دا دی، چې، خپله افغان امنيتي ځواكونه، چې نن سبا ۶۰% عمليات ترسره كوي په لومړي كرښه كې ځای ولري. د نړېوالو ځواكونو زيات تمركز بايد د افغان ځواكونو په ښه روزولو او تجهيزولو كې وي. پدې برخه كې يوڅه كار شوی خو په دې اړه خپله ځانګړۍ طرحه باندې د لندن كانفرانس ته وړاندي كړو.” كه څه هم تر دې مخكې هم د افغان حكومت چارواكو د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه كې جدي دريځ خپل كړی دی، خو د ځينو كارپوهانو په اند كومې ځانګړۍ پايلي يي له ځانه سره نه درلودې خو د ولسمشر وياند وايي، چې دا ځل به دوي د لندن په كانفرانس كې د ستونزو ته د حل يوه لاره ومومي. په عين حال كي د هېواد يوشمېر پوځي كارپوهان په دې باور دي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي يوه لاره د چريكي عملياتو ترسره كول دي. افغان چارواكي يوځل بيا په داسې حال كې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه كې د يوې نوی طرحې يادونه كوي، چې څو ورځې وړاندې هم په هلمند او كونړ كې د نړېوالو ځواكونو له خوا په ترسره شوېو عملياتو كې تر شلو زيات ملكي وګړي وژل شوي دي. كه څه هم تر دې مهال خپله نړېوالو ځواكونو په ځانګړي توګه د دغو دوو پېښو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي. په عين حال كي د افغانستان د ملي امنيت د شورا چارواكو له نړېوالو ځواكونو څخه غوښتي دي، چې په كونړ كې دي د ملكي خلکو د مرګ ژوبلې مسولين هغوي ته وسپاري. خو ويل كيږي، چې د امنيت شورا په دې برخه كې په رسمي توګه د هو كوم ځواب نه دی ترلاسه كړی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: