فاروق وردګ: د ۱۴ زره ښوونکو معاشونه لوړ شول

زموږ نننى ګام د رتبو او تنخواګانو د نوي سيستم عملي پلي كېدل دي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د هېواد د مركزاو ولايتونو شاوخوا څوارلس زره ښوونكوته به، د ميزان له لومړې نېټې څخه لوړى تنخوا ګانې وركړل شي.

د پوهنې وزير ډاكتر فاروق وردګ، چې تېره ورځ په ولسي جرګه كې، د نورو وزيرانو په نسبت په ډيرو راېو بريالۍ وګڼل شواو په داسې حال كې، چې خوشحال ښكارېده، د ده په لومړي كنفرانس كې يي اعلان كړه، چې د ښوونكو د تنخواګانو د لوړېدو مصوبه چې پخوا د وزيرانو د شورا له خو تايد شوى وه، اوس مهال پلي كېدو ته چمتو ده. ښاغلي وردګ وويل:

“زموږ نننى ګام د رتبو او تنخواګانو د نوي سيستم عملي پلي كېدل دي.د دوى ټول اسناد بشپړ شوي، اداري اصلاحاتو ته سپارل شوي او د ميزان له لومړي نېټې څخه به يي په تنخواګانو كې زياتوالى اجرا شي.”

د پوهنې وزارت وايي، د ښوونكو اقتصادي ژوند ته پاملرنه، د پوهنې د كيفيت د ښه كېدو ضمانت كوي.

د دى وزارت د معلوماتو له مخې، دى وزارت سږ كال د عقرب په مياشت كې د هېواد د مركز او ولايتونو څه كم پنځوس زره ښوونكي د يوه ازموینې له لارې ارزيابي كړل، چې په نتیجه كې يي، كابو پنځه نوي فيصده د دې وړشول، چې تنخواګانې يي زياتې شي.

د پوهنې وزير دا هم وويل، د پاتې ښوونكي ارزيابي په مخكې ده او هڅه كوي، چې د هغو د پوهې سطح هم پورته او د امتيازاتو جوګه يي كړي
ښاغلي وردګ زیاته کړه:

“د هغو ښوونكو لپاره، چې له پنځوس نمبرو څخه يي لږى اخيستي، د دلوى په مياشت كې ورته، د هغوي په خپلو ولايتونو كې روزنه پيليږي او په همدې توګه غواړو، چې د ښوونكو د پوهې سطح سل په سلو كې لوړه كړو.”

د پوهنى وزير دا هم وويل، دوي پلان لري، چې مستحقو ښوونكو ته د ځمكو د وركړې چارې هم ګړندي كړي. سره له دې، چې دا وزارت، د پوهنې د كيفيت د لوړوالي خبرې كوي، خو خلك اوس هم شكايت كوي او وايي، په لېرې پرتو سيمو كې داسې ښوونځي شته، چې ښوونكي يي كافي تجربه نه لري. او د دې ترڅنګ ډيرښوونكي د تنخواګانو د كموالي له امله هڅه كوي، چې ځانونو ته نور كارونه وويني.

خلك دا هم وايي، له مركز پرته، په نورو ټولو ولايتونو كې د ښځينه ښوونكو كمي ليدل كيږي، خو د پوهنې وزارت پلان لري چې هم د دولت او هم د يو شمېر انجيو ګانو له لارې وكړای شي، دغه نيمګړتياوی هم پوره كړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: