په پکتیکا کې یو مهم قومندان ونیول شو

پکيتکا: د طالبانو مهم قوماندان ونيول شو.

په پکتيکا ولايت کې د طالبانو يو مهم قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره يو ځاى ونيول شو.

 د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د ټيلفون په کرښه تاند ته وويل، چې د طالبانو دغه قوماندان د دې ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا په يو لړ پلټونکيو عملياتو کې نيول شوى دى.

 مخلص افغان زياته کړه،دغه قوماندان چې مولوي محمدايوب ناميږي، په سيمه کې يې د ترهګريزو بريدونو د تنظيم مسوليت پر غاړه و.

 نوموړى وايي، چې دغه قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره دا مهال تر پوښتنو لاندې دى.

 خو وسله وال طالبان وايي، چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى نيول شوى قوماندان د دوى په ډله پورې هيڅ تړاو نلري.

 ديادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په نوموړي ولايت کې په دېته ورته عملياتو کې د يو شمېر وسله والو طالبانو د نيولو ادعا شوې وه

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: