القاعده ډله وایې پر امریکایی جاسوسانو یې په خوست کې غچ اخیستونکی برید کړی وو

د القاعدې ډله وایې چې د افغانستان به خوست ولایت کې یې د امریکا د جاسوسي ادارې په کارکونکو ځکه ځانمرګی برید تر سره کړ چې دغو ځواکونو د پاکستان په قبایلي سیمو په وار وار هوايي بریدونه کړي او زمونږ یو شمیر پلویان یې را وژلي دي.

د القاعدې ډلي دغه بیان د القاعده تړاوه یوې ویب پاڼي له لوري خپور شوی دی.

د خوست په برید کې چې تیره اونۍ تر سره شو د سی آی ای اوو مامورینو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د القاعدې د ډلي له شمر مصطفی ابوالیزید له قوله راغلي چې د دوي دغه اردني سرتیري ډیر بریالی او پر وخت برید تر سره کړ.

په رپوټونو کې ویل شویدي چې د لویدیځ اوسنیو او پخوانیو استخباراتي چارواکو دغه ځانمرګی برید کوونکی د همام خلیل ابو ملا ال بالاوي په نامه پیژني. هغه ٣٦ کلن و او د اردن د زرقه د سیمې اوسیدونکی و

د ابوالیزید له مخ کی د خوست د ځانمرګي برید مسولیت د افغانستان او پاکستان طالبانو په غاړه  هم اخیستی و.  او د افغانستان طالبانو ویلی وو چی ده ځانمرګی برید یوه افغان سرته رسولی ول. اوس دا معلومه نده چی ولی دری ډلی ده برید مسعولیت ګوښی ګوښی اخلی؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: