رویټرز : امریکا به پر پاکستان فشار راوړي چې د حقاني شبکه وځ

د امریکا متحد ایالتونه به په هغه صورت کې د حقاني شبکې پرضد د اقدام په خاطر پر پاکستان فشار زیات کړي چې که دې شبکې له هغه اردني سره اړیکې ولري چې د افغانستان په خوست کې یې د سي آی اې اووه کارکوونکي ووژل . رویټرز خبري اژانس وايي چې تراوسه ممکن داسې هیڅ نښه یا ثبوت نه وي ترلاسه شوي چې د حقاني شبکې دې ، چې له القاعده سره اړیکې لري، له هغه اردني سره مرسته کړې وي چې په خوست کې یې د امریکايي ځواکونو په مرکز کې ځان والوځاوه اود سي آی اې اووه مامورین یې ووژل . حقاني په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري او تردې وړاندې هم امریکا پرپاکستان فشار راوړی چې د هغه پرضد عملیات وکړي ځکه چې امریکايی پوځي چارواکي باورلري چې د حقاني شبکه په افغانستان کې په بمي او ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې لاس لري . د اردني ځانوژونکي په باب شک کېږي چې د حقاني ډلې به یې مېلمه پالنه کړې وي .رویټرز وايی چې اسلام اباد له پخوا څخه له حقاني سره نژدې اړیکې لري او که ثابته شي چې حقاني شبکې له اردني ځانمرګي سره همکاري کړې ده ، پر پاکستان به لا سخت فشار راوړي چې د نوموړي پرضد اقدام وکړي . تردې مخکې د حقاني شبکې د افغانانو پرضد په خوست، پکتیا او یو ځل په پل علم کې ډله ییزې ځانوژونکې حملې کړي خو سره له دې چې په دغو حملو کې په لسګونو افغانان وژل شوي ، د امریکایانو لپاره اهمیت نه لري او نه هم په دې خاطر پر پاکستان فشار راوړي چې ولې دې شبکې د افغانستان په ښارونو کې ځانوژونکي بریدونه کړي دي . د پاکستان لوی درستیز تېر کال په بروکسل کې له حقاني شبکې سره د خپل هیواد د استخباراتو اړیکې رد نه کړې او ویې ویل چې پاکستان د سبا ورځې لپاره اړتیا لري چې په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره لاره پرانیزي . رویټرز خبري اژانس وايي پاکستان حقاني ته ، چې له آی ایس آی سره زړې اړیکې لري،د هغې ارزښتناکې شتمنۍ په سترګه ګوري چې که امریکایان له افغانستانه ووتل ،په دې هیواد کې د خپلو هدفونو ته د رسېدولپاره به له هغه څخه کار اخلي . رویټرز خبري اژانس وايي سره له دې چې پاکستان په خپله د طالبانو له حملوله ستونزو سره مخامخ دی خووايي چې د حقاني شبکې د دغه هیواد په خاوره کې هیڅ حمله نه ده کړې، نو باید هغه پرېښودل شي . خو د رویټرز خبري اژانس په وینا په خوست کې د سي آی اې پر مامورینو حمله ښايي امریکا مجبوره کړي چې د پاکستان ستراتیژیکو ګټو ته توجه ونه کړي چې د حقاني په شبکې کې یې ویني .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: