ویسا ورځپاڼه : طالبان له لرګیو څخه نه پيژندل کېدونکي بمونه جوړوي

طالبان له لرګيو څخه داسې بمونه جوړوي ، چې په اسانۍ سره نه پيژندل کیږي دبریټانیا چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي : چې دغه له لرګیو څخه جوړ شوي بمونه ډېر خطرناک او دزیاتې مرګ ژوبلې لامل ګرځي . د ورځپاڼې په وینا دغه بمونه اصلا د کشف وړ نه دي ، ځکه په جوړولو کې ېې له فلزاتو او یا برېښنا يي وسایلو ګټه نه اخستل کیږي .
کرس هنټر ،چې یو پوځي کارپوه دی او پخوا ېې په عراق کې هم دنده تر سره کړ ی وايي : دغه نوي بمونه په پاکستان کې جوړیږي . ورځپاڼه په افغانستان کې دیوه انګلیسي قومندان له خولې لیکي ، چې ددغو نويو بمونو دکشف تر ټولو ښه لار روزل شوي سپي دي خودا کار زيات وخت او سپیو ته اړتیا لري . د ورځپاڼې په وینا اوس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو دموټرو کاروانونه په ډیر ورو ډول په سړکونو حرکت کوي او هره شېبه دخپل حرکت مسیرته بدلون ورکوي ، څو په دې توګه لرګینو بمونو ځانونه وژغوري .
Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: