خوست : د ماين په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي

د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيوپه سيمه كې د ماين په چاودنه كې دوه كسان وژل شوي دي، ځايي چارواكي وايي چې دغوكسانو په لار كې ماين خښولو چې خپل ماين پرې وچاوديدو، په خوست كې د دوه سوه درې تندر قول اردو د اولې لوا درستيزوال جنرال ظهير وردګ دا پيښه د يكشنبې په ورځ ناوخته شوې، د ده په خبره چې كله سيمې ته د دوى ځواكونه ورغلل نو په همدې حال كې يوه بله چاودنه هم وشوه، د نوموړي په خبره چې په دويمه چاودنه كې چاته زيان ونه رسيدو. صبري خوست شمال ته پراته پراخه ولسوالي ده چې ډېر وخت پكې پر افغان او بهرنيو ځواكونو ورته بمي چاودنې او وسله وال بريدونه كيږي. د ياده ولوه ده چې له دې يوه ورځ وړاندې د صبريو ولسوالۍ په ختيځ كې د عليشېرو په ولسوالۍ بيا د سرحدي پوليسو په موټر چاونه شوې وه چې له امله يې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او يوه بل ټپي شوى و، او د سورلۍ موټر يې هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى وو، طالبانو د نوموړي بريد مسووليت پرغاړه اخيستى و.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: